د لاس رسي وړ اتصالات

ملاله وايي چې د دې په نامه پوهنتون دي بیرته خپل پخواني نامه ته واړول سي


ملالې یوسفزۍ چې څه موده مخکي په سوات کې د طالبانو له خوا په نښه شوه، ویلي چې په خپل کلي کې دي د ښځو کوم پوهنتون چې د دې په نامه یاد شوی دی بیرته خپل پخواني نوم ته واړول شي.


۱۵ کلنه ملالې د ښوونځي څخه د کور پر خوا روانه وه کله چې د روان کال د اکټوبر په میاشت کې د طالب وسله والو کسانو له خوا په نښه سوه او سخت ټپي شوه. یاغیانو پر ملالې باندې تور لګولی چې د طالبانو پر ضد یې خبري کولې او د ښځو د زده کړې پلوي یې کوله. اوس مهال د یوسفزۍ په بریتانیې کې درمنله کېږي.

نن د جمعې په ورځ د سوات یوه حکومتي چارواکي کامران رحمن وویل چې هغه د ملالې سره د ټلفون له لارې خبري کړي دي او هغې غوښتي دي چې په سوات کې دي د ښځو کوم پوهنتون چې دی بیرته د ملالې د نوم نه خپل اصلي نوم ته انتقال شي ځکه دا نه غواړي چې د نورو زده کونکو ژوند په خاطر کې واچوي.

بلي خوا ته پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې د جګړه مارانو یوه سیمه ایز قوماندان او دوتنه نور په یوې بمي چاودنه کې وژل شوي دي.


دغه پېښه د واڼې په ښارګوټي کې چې په جنوبي وزیرستان کې موقعیت لري رامنځ ته شوې ده. جنوبي وزیرستان د القاعدې ، طالبانو او نورو جګړه مارو ډلو یو مرکز ګڼل کېږي.

یو سیمه ایز امنیتي چارواکي د ای اف پي خبري آژانس ته وویل چې په پېښه کې د مولوي عباس ورور او دو تنه نور چې یو یې په کښي زوی دی وژل شوي دي. پېښه د دوي په کاري دفتر کې رامنځ ته شوې ده.



په پېښه کې ۴ کسه نور ټپیان شوي هم دي. تر اوسه پوري چا د دې پېښې مسولیت نه دی منلی.
XS
SM
MD
LG