د لاس رسي وړ اتصالات

د ملریا په درملنه کې بدلون راغلی


د روغتیا د نړیوالې ادارې مشره، مارګریټ چن
د روغتیا د نړیوالې ادارې مشره، مارګریټ چن

د مرستو یوه نړیواله اداره وايي چې د سختې ملریا د تبې دعلاج په برخه کې بدلون راغلی دی، او هر کال دسوونو زرو ماشومانو ژوند پرې خوندی کېدلی شي.

د بی سرحد ه ډاکټرانو ادارې د سه شنبی په ورځ ېو رپوټ خپور کړ او په هغه کې یې ویلي دی چی د وی د ملریا د عنعنوي دوا کونېن نه اوس په بله دوا ارټېسونېټ باندې د خلکو علاج کوی.

رپوټ وايی چی دادوا ډېره خوندی ده او کارول ېې هم اسانه دی. د بی سرحده ډاکټرانو د اداری رپوټ وايي چې دا نوې دوا هر کال تقریبا د ۲۰۰ زرو کسانو ژوند خوندي کولای شي.

په دغه رپوټ کې پرنړېوالو بسپنه ورکوونکیو باندی غږ شوېدی چې له دغه بدلون سره مرسته وکړی او د ملریا سخت ناروغان ټول په دې نوی دواباندی معالجه شي.

که چېرې ارټېسونېټ دوا دکونېن په عوض عامه شی نو دکال ۴۹ ملېونه ډالره به ېې قېمت تر پخوا زیات شي.

د روغتیا نړیواله موسسه اټکل کوي چې تېر کال په ملریا باندې په نړۍ کې ۸۰۰ سوه زره کسان مړه شول. په دغو قربانېانو کې زیاتره په افریقا کې ماشومان او امېدوارې ښځې وې چې په خپل وخت یې دارو درمل ونشول.

د بې سرحده ډاکټرانو رپوټ وايي چې په ۲۰۰۹ مېلادی کال کې په ټوله نړۍ کې په ملریا باندی تقریبا ۲۲۵ ملېونه کسان اخته شوی وو. په دې جمله کې ۸ ملېونه ناروغانو د ملریا سخته تبه درلودله.

XS
SM
MD
LG