د لاس رسي وړ اتصالات

د مالي د خونړي برید د وژل شویو شمېر ۱۵۷ ته ورسېده


په مالي کې چارواکي وایي خلک په خپلو کې کورونو کې دننه سوځول شوي دي

په مالي کې یو حکومتي چارواکي ویلي دي چې هلته د وسله والو په خونړي برید کې د وژل شویو شمېر ۱۵۷ ته لوړ شوی دی.

یو شمېر وسله والو د شنبې په ورځ (مارچ۲۳) د مالي د مرکز په یو کلي کې پر خلکو ډزې وکړې او کورونه یې وسوځول.

دا په مالي کې تر ټولو خونړی برید حسابیږي چې انګیزه یې قومي مسایل دي.

چارواکي وایي په دغه برید کې ولسي خلک په خپلو کورونو کې دننه سوځول شوي دي. وسله وال تښتېدلي او لا حکومتي چارواکو په دې تړاو د چا د نیولو خبره نه ده کړې.

ملګري ملتونه وايي په وژل شویو کسانو کې میندوارې ښځې، ماشومان او زاړه خلک هم شامل دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي دي چې د دغې پېښې د پلټنې لپاره به یو پلاوی مالي ته واستوي.

د برید پر مهال د ملګرو ملتونو یو پلاوی هم په مالي کې و چې د روان بحران د ختمولو لپاره لارې چارې ولټوي.

د مالي جمهوریت په افریقا کې دی چې سمندر ته هم لار نلري او یو بې وزله هېواد بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG