د لاس رسي وړ اتصالات

په مراکش کې یوې میرمنې ۹ ماشومان زیږولي


په مراکش کې د هغه روغتون د عملیاتو خونه چې ۹ ګوني په کې زیږیدلي

یوې مور په مراکش کې د سه شنبې په ورځ مۍ څلورمه (غوایي ۱۴) نهه ماشومان وزیږول چې پنځه يې نجونې او څلور یې هلکان دي.

حلیمه سیس، ۲۵کلنه او د مالي هیواد تبعه ده. هغه وایي په مراکش او مالي کې د ډاکترانو د تشخیص او تلویزیوني معایناتو په اساس دوی د اوو ماشومانو زیږد ته په تمه وو.

د مسولو ډاکترانو په وینا دغه ماشومان د زیږیدو د ټاکلې مودې څخه ۱۰اونۍ دمخه د سزارین جراحي عملیاتو له لارې زیږیدلي دي.

د حلیمې امیندواري حتی د مالي هیواد د مشرانو پام هم ځانته اړولی و. کله چې ډاکترانو د مارچ په میاشت کې وویل چې هغه جدي څارنې ته اړتیا لري، د مالي هیواد مقاماتو هغه مراکش ته انتقال کړه.

د مالي د روغتیا وزیر فنتا سیبي، په یو بیان کې ویلي دي: "ماشومان(پنځه نجونې او څلور هلکان) او مور یې ښه دي. "

د ډاکترانو په وینا نهه ګوني یوه ډیره بیسارې پدیده ده او اغلباً ماشومان د روغتیایي اختلاطاتو په وجه ژوندي نه زیږیږي. داسې ښکاري چې لومړی ځل دی چې یوه ښځه پر یو وخت نهه ماشومان زیږوي.

له دې دمخه د امریکا په متحده ایالاتو کې نادیه سلیمان اته ماشومان زیږولي وو چې د ټاکلې مودې څخه نهه اونۍ مخکې زیږیدلي وو او ټول سالم وو.

XS
SM
MD
LG