د لاس رسي وړ اتصالات

تحقیق کوونکي وایي د مالیزیا الوتکه په توغندي ویشتل شوې


د هالنډ تحقیق کوونکي وایي توغندی د الوتکې په مخکنې برخې لګیدلی او دوه پیلوټان پکې ځای پر ځای وژل شوي و. په رپوټ کې ویل شوي " که چیرته د یوکراین په ختیځ کې مساپرو وړونکو الوتکو ته دپرواز کولو اجازه نه وه ورکړل شوې، دا پیښه نه رامنځته کیده. "

د هالنډ د هوایي چلن د مصؤنیت د بورد مشر تیبي جوسترا وایي " د یوکراین په جګړې کې ټولو ډلو هره پریکړه د پوځي اصولو له مخې کوله او هیچا هم ملکي هوایي چلن تهد ورپیښو خطرونو پروا نه کوله."

د تحقیقاتو په رپوټ کې دا ندي ویل شوي چې توغندی چا وار کړی خو البته دا پکې ویل شوي چې توغندی د هغې سیمې نه وار شوی چې د روسیې د طرفداره بیلتون غوښتونکو په لاس کې وه.

د یوکراین د ملي امنیت شوار هم تائید کړې چې د الوتکې د رالویدو پر وخت دا سیمې د یاغیانو په لاس کې وې.

پدې الوتکې کې 298 تنه وژل شوي و چې 196 یې هالنډیان و او په همدې خاطر د تحقیقاتو مشري هم دې هیواد ته ورکړل شویده. پخپله یوکراین هم د پیښې په اړه جنایي تحقیقات کوي.

د رپوټ جزیات د روسیې سره شریک شویدي. د هالنډ صدراعظم مارک روټ د روسیې نه غوښتي دي چې د الوتکې د لویدو د پیښې په اړه په جنایي تحقیقاتو کې دې پوره همکاري وکړي

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند نیډ پرایس وایي " د هالنډ دا تحقیقات په مسلکي ډول تر سره شویدي او د جرم مرتکبینو ته د سزا لپاره ښه اساس کیدلی شي"

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګې ریاب کوف ویلي دي " ښکاره خبره ده چې په یو اړخیز ډول د نتیجه ګیرۍ پریکړه شوې او هدف یې سیاسي دی."

روسیې همدرانګه د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شوار هغه پریکړه ویتو کړې وه چې د الوتکې د لویدو په اړه د تحقیقاتو لپاره یې د یوې جنایي محکمې د جوړیدو غوښتنه کړې وه."

د هالنډ هغه ډله چې په یوکراین کې د مالیزیا د یوې الوتکې د غورځیدو په اړه تحقیقات کوي، دې نتیجې ته رسیدلي چې دا الوتکه د بوک په توغندي ویشتل شویده چې په روسیه کې جوړیږي خو د توغندیو جوړونکي بیا وایي چې د هغوي معلومات د هالنډ د تحقیقاتو سره توپیر لري.

د تحقیقاتو نتیجه په الوتکې کې د وژل شویو مساپرو د کورنیو دغړیو سره نن په هاګ کې شریک شوه.

یوکراین او غربي هیوادونه پدې باور دي چې دا الوتکه د روسیې طرفدراه یاغیانو او یا پخپله د روسیې د ځواکونو لخوا په توغندي ویشتل شویده. په الوتکې کې ټول 298 تنه وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG