د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتین پر سر "مزارۍ خولۍ" د حق غوښتنې او سولې سمبول؟


پلورونکي وايې چې ددې خولۍ نوم "مزارۍ خولۍ" وه خو اوس یې ډېری خلک د "منظور پښتین خولۍ" بولي.
پلورونکي وايې چې ددې خولۍ نوم "مزارۍ خولۍ" وه خو اوس یې ډېری خلک د "منظور پښتین خولۍ" بولي.

په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ د سرلاري منظور پښتین "سره خولۍ" په افغانستان کې خورا مشهوره شوې ده.

دا خولۍ د ښار په ګڼو ځایونو کې پلورل کیږي او خلک یې په مینه په سر کوي.

د کابل ښار د پل خشتي مسجد ترڅنګ د خولیو پلورونکی محمد ایوب وايې چې "سرې خولۍ" اوس په درځنونو پلورل کیږي. د ایوب په وینا ددې خولۍ بیه ۲۰۰-۳۰۰ افغانۍ ده.

د ښار د خولیو ځینې پلورونکي وايې چې ددې خولۍ نوم "مزارۍ خولۍ" وه خو اوس یې ډېری خلک د "منظور پښتین خولۍ" بولي.

پلورونکي وایې چې د عامو وګړو ترڅنګ دا خولۍ سیاستوال هم خوښوي.

له تېرو دوو ورځو راپدې خوا د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګې رئیسانو او غړو د منظور پښتین خولۍ په سر کړې وه.

د افغانستان په مرکز کابل او هلمند ولایت کې پرلت کوونکي سره خولۍ په سر کوي. ولسونه دا خولۍ د سختدریځۍ پر ضد د مبارزې سمبول بولي.

د پښتین پر سر "مزارۍ خولۍ" د حق غوښتنې او سولې سمبول؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

XS
SM
MD
LG