د لاس رسي وړ اتصالات

مرګ او بند منظور پښتین ګواښوي


په خپله منظور پښتین د الجزیري انګلیسي څانګې ته ویلي دي چې د هغه "داعیه د ټولو پښتنو داعیه ده
په خپله منظور پښتین د الجزیري انګلیسي څانګې ته ویلي دي چې د هغه "داعیه د ټولو پښتنو داعیه ده

د پښتنو د تحفظ د غورځنګ پر مشر د پاکستان پوځ په خلاف د پاروونکو ویناوو شکایت شوی دی.

په داسې حال کې چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د حقونو د غوښتلو احتجاجونه او اعتراضیه غونډې روانې دي، پر هغه دا تور لګول شوی دی چې قصدآ د پاکستان د پوځ په "ضد پاروونکې خبرې او ویناوې" کوي.

پولیسو تېره سه شنبه (مارچ۱۳) په ژوب او قلعه سیف الله کې د هغه پر ضد دا شکایت ثبت کړی، که پر هغه دا تور ثابت شي، شاید تر پنځو کلونو پورې بندي شي.

په خپله منظور پښتین د الجزیري انګلیسي څانګې ته ویلي دي چې د هغه "داعیه د ټولو پښتنو داعیه ده" او هغه د پاکستان د پوځ پر ضد کوم کار نکوي.

خو نوموړی دا مني چې د هغه دا مبارزه د هغې کورنۍ ته لویه اندېښنه هم پیدا کړې ده. ښاغلی پښتین وايي "هره ورځ زما له پلار، ښځې او مور سره دا ویره وي چې زما د مرګ او یا ورکېدو خبر به واوروي. هغوی زما په اړه اندېښنه لري او کله ناکله پر ما غوصه هم وي."

هغه وايي لویه هیله یې د خپلې لورکۍ په ګډون ټولو پښتنو ته د ښه راتلونکي غوښتل دي. ښاغلی پښتین وايي "پوهیږم چې زما مور او پلار زما په دې کار باندې هم ویاړي."

د پښتنو د تحفظ د غورځنګ بل غړي سید علم محسود وايي چې د ښاغلي پښتین پر ضد د قضیې ثبتول هغوی له خپلې مبارزې څخه نشي راګرځولی.

نوموړي الجزیري ته وویل "موږ چې هر څه کوو، د قانون په چوکاټ کې یې کوو. موږ د اعتراض/احتجاج حق لرو او دا زموږ اساسي بشري حق دی. هغوی پر موږ فشار راوړي. دوی همدغه راز غواړي له دې لارې د نقیب الله محسود له قضیې نه د خلکو پام بل طرف ته واړوي."

د شمالي وزیرستان منظور پښتین د وترنرۍ له پوهنځي څخه فارغ شوی دی او د پوهنتون پر مهال هم د محسود ژغورنې د غورځنګ فعال غړی و.

څه موده مخکې په کراچۍ کې د شمالي وزیرستان یو ځوان نقیب الله محسود ظاهرآ له "پولیسو سره په ډزو کې" ووژل شو. همدغه کار منظور پشتین د پښتنو د حقونو د غوښتلو ته وهڅوه.

ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته دوی په پېښور کې یوه لویه غونډه وکړي، تر دې دمه یې په اسلام اباد، کوټه او وزیرستان کې غونډې کړي دي. د هغه د نوښت په ننګه په کابل کې هم غونډه او احتجاج وشو.

د پاکستان له حکومت نه د هغه لویې غوښتنې دا دي چې د قبایلو ورک شوي ځوانان او پیغلې دې پیدا کړل شي، په قبایلي سیمو کې دې د پوځ له لوري ګرځبندیز لېرې کړل شي او ښخ کړل شوي ماینونه دې پاک کړل شي چې په خبره یې خلک خپل ارام ژوند وکړي.

په پاکستان کې څه باندې ۳۵ میلیونه پښتانه اوسیږي چې د بشري حقونو د سازمانو په حواله له ګڼو مدني، سیاسي او اقتصادي حقونو او پرمختګونو بې برخي دي.

XS
SM
MD
LG