غوره شوي عکسونه
۱
وروسته له هغه چې د خوړو نړیوال سازمان د غزې تړانګې په شمالي برخه کې د روانې جګړې له امله د مرستو رسولو بهیر وځنډاوه، پدغه سیمه کې ایسار فلسطینیانو ته د هوا له لارې بشري مرستې ورسول شوې.
۲
په اروپا کې د ناټو غړیو هېوادونو د پوځي تمرینونو پر مهال یو بریتانوي جنګي هلیکوپټر د مانور د ترسره کولو پر مهال
۳
د هند تر ټولو شتمن کس، مکیش امباني د خپل زوی اننت امباني د واده مراسمو ته د ګڼو سترو شرکتونو د رئیسانو، سیاستوالو، مشهور سندرغاړو او فلمي ستورو ترڅنګ، د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان ارمان هم بللی و
۴
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، چې رایه ورکول یې یو دیني مکلفیت بللی، لومړنی کس و چې د جمعې ورځې په پارلماني ټاکنو کې یې رایه ورکړه