غوره شوي عکسونه
۵
د کرملین د سرسخته منتقد، الکسي ناوالني جسد تر ښخولو مخکې، د مسکو په سویل د مارینو په کلیسا کې په یو سر خلاصي تابوت کې ایښودل شوی و، چیرې چې د هغه مور او پلار هم حاضر وو
۶
ګڼ شمېر مظاهره کوونکو په پلازمینه تل ابیب کې د امریکا سفارت مخې ته په راغونډیو سره د حماس له ولکې څخه د یرغمل شوي اسرائیلي وګړو د خلاصون لپاره د امریکا د ملاتړ غوښتنه وکړه
۷
د غزې په جنوب د رفح په ښار کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د ویجاړ شوي جومات تر څنګ د جمعې لمونځ ادا کول
۸
د پاریس د موډ او فیشن په فیسټیوال کې د مېرمنو لپاره د ژمني موسم د ځانګړو جامو یوه بیلګه