د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د مدني حقوقو د وتلي مبارز مارتین لوتر کنګ لمانځه وشوه


Cypriot students shout slogans as they stand at an entrance of the presidential palace in capital Nicosia, on March 26, 2013. The banner on the left reads in Greek " people fight they drink your blood".
Cypriot students shout slogans as they stand at an entrance of the presidential palace in capital Nicosia, on March 26, 2013. The banner on the left reads in Greek " people fight they drink your blood".

امریکایان د مدني حقوقو د وتلي مبارز مارتین لوترکنگ قدرداني او نمانځنه کوي. مارتین لوترکنگ په کال ۱۹۶۸ کې ووژل شو.

نن دوشنبې ده د مارټین لوترکنگ ورځ ده او فدرالي کلنی رخصتی ده. په دې ورځ د کنگ د زیږیدو کلیزه نمانځل کیږي چې د ١٩٥٠ او ١٩٦٠ په لسیزه کې یی د نژادي تبعیض په ضد مبارزه وکړه.

که مارتین لوترکنگ ژوندی وای ، نو نن به درې اتیا کلن وای.

براک اوباما ،د آمریکا لومړنی تورپوستی امریکایی ولسمشر ، په هغو مراسمو کې وینا وکړه چې د کنگ د قدرداني او یادګار د مجسمې د افتتاح دپاره جوړشوی وو. جمهورریس وویل امریکا باید د کنگ لاره تعقیب کړي اود یو ډیر ښه ملک دپاره هڅو ته ادامه ورکړی.

ښاغلی اوباما وویل ، کنگ د نژادي برابرۍ دپاره په خپلې مبارزی زمونږ وجدان ویښ کړ .

مارتین لوترکنگ په ١٩٦٨ کال کې د اپریل په څلورمه د تینیسی د ایالت په ممفس کی ووژل شول.

د هغه شهرت هغه وخت ډیر زېات شوچې د الباما د ایالت په مانټگمری کې یی په سرویسونو کې د تورپوستواوسپین پوستو د بیلتون په ضد د احتجاج رهبری وکړه. د هغه وخت د سیستم په اساس توران باید د سرویس په اخرو څوکیو کی ناست وای اوکه چیري د سرویس چوکۍ ډکې وای نو تورپوستو باید خپلی څوکۍ سپین پوستو ته پرېښې وای.

د مدنی حقوقو د ١٩٦۴ کال مهم قانون دغه دبیلتون سیستم غیر قانونی اعلان کړ. مارتین لوتر کنگ ته د عدم تشدد د مبارزی په خاطر په هماغه کال کی د نوبل د سولی جایزه ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG