د لاس رسي وړ اتصالات

د مریم غني مستند فلم : هغه څه چې موږ ناتمام پریښودل


د جمهور رئیس غني لور مریم غني د هنر په برخه کې زده کړې دي.

د " هغه څه چې موږ ناتمام پریښودل " مستند فلم د ولسمشر غني لور مریم غني جوړ کړی او روانه اونۍ د سانفرانسیسکو د نړیوالو فلمونو په نندارتون کې وښودل شو.

په دغه مستند فلم کې هغو پنځو فلمونو ته کتنه شوېده چې د ١٩٧٨ نه تر ١٩٩٢ ميلادي کال پورې د کمونیسیتي رژیم په دوران کې جوړ شوي ول خو سرته ونه رسیدل.

خو دغه اوسنی فلم د ولسمشر اشرف غني لور مریم غني او لطیف احمدي جوړ کړیدی.

د مریم غني د تعلیم څانگه هنر دی؛ دغه فلم جوړوونکې وايي: " ما یوه پریکړه کړې وه چې د افغانستان ملي آرشیف دیجیتل شي. ماته اجازه راکړل شوه څو افغان فلم چی اوس په جمهوری ریاست کې دی وگورم. په دې توگه ډیر کسان کولی شي هغه وویني."

د مستند فلم " هغه څه چې موږ ناتمام پریښودل " یو شمیر صحنې د کمونیستي رژیم د وخت داسې صحنې دي چې پخوا نه وې ښودل شوې.

داستانونه ېې هم مختلف دي، د ټولنیزو مسایلو نیولې له پاکستان سره تر استخباراتي جگړې پورې او ډیر نور مسایل لکه دمخدره موادو قاچاق او له مجاهدینو سره جگړې پکې شاملې دي.

فلم جوړوونکې مریم غني وايي:" د کمونيستي رژیم په وخت کې فلم جوړوونکیو له دولتي منابعو گټه اخیستلی شوای. خو محدودیتونه ېې هم په مخ کې پراته ول. هغه مهال سانسور ډیر و."

مریم غني وايي: " ماته د فکر وړ مسله د افغانستان په برخه کې د بهرنیو خلکو هغه غبرگون دی چې له جگړې مخکې موجود و. که څه هم پخوانی وخت بیرته نه راگرځي خو کیدلی شي چې ماضي موږ دیته وهڅوي چې د افغانستان د حېثیت په اړه په اوسنیو شرایطو او راتلونکې فکر وکړو."

د هغه وخت یوه ستونزه له سانسور پرته دا وه چې پکار وه هر څه د وخت رژیم پالیسۍ تایید کړې وای . ددې لپاره چې د فلم صحنې واقعي وي نو د هغه وخت لومړي وزیر حفیظ الله امین په یوه فلم کې په خپله کار کړیدی. خو د هغه وخت د امکاناتو ته په پام ، د فلم جوړولو چارې له کړاوونو ډکې وې.

په دې ورځو کې چې مریم غني د خپل مستند فلم په ښودلو مصروفه ده، د هغې نومیالی پلار ولسمشر غني له طالبانو سره د مذاکراتو هڅې کوي. کیدی شي ددې مذاکراتو څرنگوالی د افغانستان د خلکو پر راتلونکي برخلیک ژورې بنیادي اغېزې ولري.

XS
SM
MD
LG