A look at the best news photos from around the world.
د ورځې غوره انځورونه

۱
د هند په بوپال کې یو راهب د بودا د مجسمې د مینځلو په حال کې.

۲
د نایجریا ولسمشر محمدو بوهاري، د بوکو حرام له ډلې څخه د راتښتیدلې انجلۍ، آمنه علي د لیدو په حال کې. د بوکو حرام وسلوالې ډلې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د نایجیریا د یوه ښونځي له دوه سوو څخه ډیرې انجونې وتښتولې چې تر اوسه یوازې آمنه علي د هغو له بند څخه راتښتیدلې ده.

۳
د فرانسې په پاریس ښار کې پولیس د هغه اعتراض کونکي د نیولو په حال کې چې د کار د قانون په وړاندې په یوه لاریون کې یې ګډون کړې وو.

۴
د ایتالیا په ناپل ښار کې دوه کیلومتره پیتزا چې د ګینس د ریکاردونو په نړیوال کتاب کې د یوه نوي ریکارد د جوړولو په خاطر پخه شوې ده.