د لاس رسي وړ اتصالات

جان مکېن لیبیا ته تللی دی


جان مکېن لیبیا ته تللی دی
جان مکېن لیبیا ته تللی دی

امرېکاېې سناتور جان مکېن نن د لېبېا ختېځ ښار، بنغازي ته ورسېد. دجان مېکېن دسفر په باب مخکې اعلان نه و شوی. ښاغلی مېکین غواړي چې دلېبېا دحکومت دمخالفې شورا دمشرانو سره وگوري.

دAP خبري اژانس د جان مېکېن له قوله راپور ورکړ چې دلېبېا دحکومت مخالفان دهغه په وېنا قهرمانان دي. بنعازي دمعمرالقذافي دمخالفانو مرکز دی.

دامرېکا دمشرانو جرگې دغه سابقه دار سناتور د هغو امرېکاېې سناتورانو د جملې نه دی چې مخکې ېې هم دلېبېا دحکومت پر خلاف دپوځي اقدام غوښتنه کوله.سناتور جان مېکېن بنغازي ته په داسې حال کې سفر کوي چې پرون دامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس ووېل چې جمهور رېس بارک اوباما اعلان وکړ چې په لېبېا کې ېې دناټو د روان پوځي مامورېت په لړ کې دبی پېلوټه ډرون الوتکو نه د استفادې منظوري ورکړې ده.

د ډرون الوتکې چې دډېر لېرې نه کنټرول کېږي، داسې توغوندي لري چې په دقېقه توگه هدفونه له منځه وړي. امرېکاېې مامورانو ووېل چې ډرون الوتکې د لېبېا دمحاصره شوي ښار ،مصراتې په شان په ښاري سېمو کې ډېرې موثرې ثابتېږي ځکه چې په ډېر ټېېټه ارتفاع کې پرواز کوي او په ډېر دقت سره خپل هدف په نښه کولای شي.

له بلې خوا دهغو ٢ خارجي ژورنالستانومړي پرون په ېوه کېښتۍ کې بنغازي ته راوړل شول چې وړمه ورځ په مصراته باندې دمعمرالقذافي دپوځونو په حمله کې ووژ ل شول. دبشري حقوقو مدافعېن واېې چې تراوسه پورې په مصراته کې په سلگونوملکي وگړي دقذافي دځواکونو په بې درېغه حملو کې وژل شوي دي.

پرون دلېبېا او ټونس د ګډ سرحد په اوږدو کې دسختو نښتو په پاې کې دېوې سرحدي پوستې ١٠٠ عسکر ټونس ته واوښتل او خپل ځانونه ېې تسلېم کړل. دغه پوسته دطرابلس نه ٢۴٠ کېلومتره لرې په جنوب لوېدېځ کې پرته ده.

XS
SM
MD
LG