د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د مکریسټل په ځای پیټریاس مقرر کړ


دامریکا جمهور رئیس بارک اوباما ، په افغانستان کی د امرېکاېې قواو عمومی قوماندان جنرال سټانلي مکریسټل استعفا نن ومنله.

اوباما ووېل چه د جنرال مک کرېسټل په ځای ېې جنرال ډېوېډ پېټرس په افغانستان کی دامرېکاېې قواو دعمومی قوماندان په توگه مقرر کړی دی.

مکریسټل وروسته د هغې استعفا ورکړه چې د یوې مجلې په یو مقاله کې هغه او یو شمیر همکارانو له قوله یې د جمهور رئیس اوباما او د سپېنی ماڼئ د لوړ رتبه مامورانو په خلاف توهین امیزه خبری چاپ شوې.

کله چې د دواړو نیم ساعته ملاقات په سېپنه ماڼئ کی خلاص شو نو د مخکنئ توقع برخلاف په سپېنه ماڼئ کې د افغانستان په باب د جمهور رئیس د ملي امنیت د مشاورانو په غونډه کی گډون ته پاتې نه شو او ولاړ.

مخکې ددې نه چې سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي مکریسټل د دفاع د وزیر رابرټ گیټس او د سترو د رستېزانو د کمیټی د رئیس جنرال مایک مولن سره ملاقات وکړ.

ښاغلي اوباما پرون په جنرال مکریسټل باندی انتقاد وکړ او ویې ویل چې په خپلو څرگندونو کی ېې مناسب قضاوت نه دی کړی، خو جمهور رئیس وویل چې غواړي د هغه د سرنوشت په باب د فیصلې نه مخکې ورسره مستقیما یو په یو ملاقات وکړي.

امریکایي مطبوعاتو نن وختي راپور ورکړی وو چې مکریسټل تیار دی چې خپله استعفا وړاندې کړي.

مکریسټل، مخکی له دې نه چې د واشنگټن په لورې حرکت وکړي هغه وویل چې د (رولنگ سټون) په نامه مجله کې چې یې کومې خبری کړي وې یوه اشتباه وه چې باید هیڅکله نه وای واقع شوي.

د (رولنگ سټون) په مجلې کې چې د "فراري جنرال" تر عنوان لاندې کومه مقاله چاپ شوې ده په هغې کې د جنرال مک کریسټل د نژدې همکارانو له قوله د اوباما ېو لوړرتبه مشاور ته د کلون ېا مکار خطاب شوی دی او ېوه بل مشاور ته ېې د زخمی شوی حېوان کله استعمال شوی ده.په مقاله کی وېل شوی دي چه جنرال مک کرېسټل دجمهور رېس اوباما سره دخپل لومړي ملاقات نه وروسته ډېر زېات ماېوسه ؤ.

په مقاله کی دجنرال مک کرېسټل له قوله لیکل شوي دي چې په افغانستان کی ورسره د امریکا سفیر کارل ایکنبري د افغانستان په ارتباط د پالېسۍ په سر ټگي وکړه.

د جنرال مکریسټل یوه لوړ رتبه همکار هم ددې جنجال په سر استعفا کړې ده.

د امریکا ددفاع وزارت وویل چې د مکرسیټل د مطبوعاتو مسوول ډنکن بوټبې خپله استعفا پرون وړاندې کړه.

د (رولنگ سټون) په مقاله کې د جمهور رئیس په مرستیال جو بایډن باندې هم ملنډی وهل شوي دي. مگر دا فغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي د دفتر یوه ویاند وویل چې ښاغلی کرزی د امریکايي جنرال کلک ملاتړ کوي او په دې باور دی چې مکرسیټل یو بهترین امريکايي جنرال دی چې افغانستان ته رالیږل شوی دی.

کرزی: د اوباما د پریکړې احترام کوي

د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي یو ویاند وايي چې ښاغلی کرزې دامرېکا دجمهور رئیس بارک اوباما دهغې فېصلی احترام کوی چه نن په افغانستان کی دامرېکاېې قواو دعمومی قوماندان جنرال مک کرئیسټل دلېری کولو په باب کړی ده.

دجمهوری رېاست وېاند وحېد عمر خبرېالانو ته په کابل کی ووېل چه جمهور رئیس هېله لری چې د امریکايي قواو د نوي قوماندان ډېوېډ پېټرس سره ښه همکاری ولری.

ډېوېډ پېټرس فعلا دامرېکا دمرکزی قواو عمومی قوماندان دی.

نن دافغانستان جمهور رئیس حامد کرزی دجنرال مک کرسېټل سره خپل کلک ملاتړ اعلان کړی ؤ او خبرداری ېې ورکړی ؤ که چېری داوسنئ وظېفی نه لری کړی شو نو په افغانستان کی به د طالبانو په خلاف روانو پوځی کوښښونو ته نقصان ورسېږی.

د افغانستان ددفاع دوزارت وېاند ظاهر اعظمی هم عېن شان نظر څرگند کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG