د لاس رسي وړ اتصالات

په مسجد الحرام باندې د ترهگریز برید پلان شنډ شو


د سعودي عربستان چارواکي وایي چې د مکې معظمې په حرم شریف یې د تروریستي برید پلان شنډ کړی دی.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ددې هیواد امنیتي قواو د جمعې په ورځ د یو مظنون شخص سره وسله واله نښته کړې چې په پای کې دغه وسله وال شخص په یو کور کې ځان منفجر کړی دی.

دوی وایي چې د مکې مکرمې ددغو عملیاتو په نتیجه کې د یوې ښځې په گډون پنځه تنه د ترهگریزو اعمالو په ارتباط نیول شوي دي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پر مسجد الحرام باندې برید د دریو ترهگرو ډلو له خوا طرحه شوی و چې دوه یې په مکه او دریمه یې په جده کې میشت وې.

سعودي پولیس وايي غوښتل یې چې بریدگر ونیسي خو هغه ځان په یو کور کې په چاودیدونکو توکیو والوزاوه
سعودي پولیس وايي غوښتل یې چې بریدگر ونیسي خو هغه ځان په یو کور کې په چاودیدونکو توکیو والوزاوه

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت چې سعودي سیمه ایز سیال هیواد دی پر مسجد الحرام باندې د تروریستي برید پلان سخت غندلی دی.

سعودي چارواکي وایي په دغه چاودنه کې د پنځو عسکرو په ګډون ۱۱ کسان ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG