د لاس رسي وړ اتصالات

د ٢٠١۴ کال د طبابت د نوبل جایزه


د طبابت په برخه کې د نوبل د جایزې وړونکي
د طبابت په برخه کې د نوبل د جایزې وړونکي

امریکايي الاصله بریتانوي ساینسپوه، جان اوکیف او د ناروې دوو تنو، مې برت موسر او اېدوارد موسر د سانیس او فیزیولوژي په ډگر کې د ٢٠١۴ کال د نوبل جایزه په گډه وگټله.

د منصفه هیئت په وینا دغو دریو تنو په دماغ کې هغه داخلی جي پي اېس سیستم کشف کړی دی چې په مرسته یې انسان کولی شي په فضا کې خپل موقعیت معلوم کړي.

د طبابت په برخه کې د نوبل د جایزې گټونکي
د طبابت په برخه کې د نوبل د جایزې گټونکي

د ٢٠١۴ م کال د نوبل دا معتبره جایزه د ساینس ترڅنگ د سولې په ډگر کې هم کاندیدان لري. پدې کاندایدانو کې له چین څخه هوجیا نومي چې د تبت او نورو حساسو موضوگانو لپاره یې مبارزه کړې ده.

د متحده ایالتونو پخوانی جمهور رئیس بل کلنتن هم د نوبل د سولې جایزې ته کاندید دی. جمهور رئیس کلنتن د خپلې واکمنۍ په موده کې د منځني ختیځ د سولې لپاره هڅې او د منځگړي رول لوبولی دی او د لمړي ځل لپاره ښاغلي کلنتن د فلسطین او اسرائېلو ترمنځ د سولی لپاره هڅې وکړلی.

اېدوارد سنوډن چې د متحده ایالتونو د ملي امنیت د ادارې پخوانی قراردادي و او د محرمو اسنادو په افشا کولو تورن دی، د سولې په برخه کې د نوبل یوبل کاندید دی. اېدوارد سنوډن په ٢٠١٣ م کال کې له هانگ کانگ څخه په یوه ویدیویي پیام کې ویلی وو چې هغه نشي کولی د هغه شي په اړه پټه خوله پاتې شي چې هغه یې په سترگو لیدلي دي.

د سنوډن ترڅنگ د مسیحیانو روحاني مشر پاپ فرانسس هم د سولې په ډگر کې د نوبل د سترې جایزې لپاره کاندید دی.

د پاکستان څخه ١٦ کلنه ملاله یوسیفزۍ هم کاندیده ده. ملاله تېر کال هم د سولې په ډگر کې د نوبل د سولې جایزې ته کاندیده وه او سږ کال یوځل بیا د ښوونې په برخه کې د خپلو فعالیتونو په وجه دې د نوبل جایزې ته نومول شوې ده.

XS
SM
MD
LG