د لاس رسي وړ اتصالات

رویا محبوب: طالبانو د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم یو شمېر همکاران نیولي


 د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم
د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم بنسټ ایښودونکې رویا محبوب وايي، چې طالبانو په تېرو شپږو اونیو کې د درېیو ښځو په ګډون د دغې ټیم څو غړي نیولي دي.

اغلې محبوب له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم یو شمېر همکاران د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې د "نظام پر ضد د همکارۍ او مظاهرو" او همدارنګه له افغانستان څخه د دغه ټیم د نجونو د وتلو لپاره د زمینې د هوارولو په تور نیول شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم غړو او همکارانو په مظاهرو کې هیڅ رول نه درلوده او په افغانستان کې طالبانو د حکومت د اجازې پر بنسټ یې د کم عمره نجونو روزنه کوله او اړمنو افغانانو ته مرستې رسولې.

د اغلې محبوب په وينا، د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم درې ښځينه همکارانې چې د طالبانو له خوا نيول شوې وې، څو اونۍ وروسته خوشې شوې، خو د نوموړې په وينا د احمد فهيم عظيمي په ګډون ددغه ټیم دوه مهم غړې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

نوموړې دا مني چې د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم یو شمېر پخواني غړي چې له افغانستانه بهر دي او اوس د دې ټیم سره هېڅ اړیکه نه لري، په ټولنیزو رسنیو کې د نجونو د تعلیم د حق په اړه غږ پورته کوي.

هغه زیاته کړه، چې د دغو نجونو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي مطالب د دوى شخصي نظر دى او په افغانستان کې د نجونو روباټیک ټیم د همکارانو له کار سره هېڅ تړاو نه لري.

اغلې محبوب دا ادعا هم وکړه چې طالبان د روباټیک ټیم سره همکاري جرم ګڼي، هان د هغو کسانو لپاره چې پخوا یې له دې ټیم سره کار کړی دی.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په تېره يوه نيمه مياشت کې د دغو کسانو د نيول کېدو خبر نه دى خپور شوى، وويل چې د دغو کسانو خپلوانو له طالبانو سره د تماس او تفاهم له لارې د هغوى د خوشې کولو هڅه وکړه، خو اوس يې د دوی د خلاصون هڅې په ټپه ولاړې دي، نو ځکه دا خبر اوس خپور شو.

طالبانو د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم بنسټ ایښودونکې رویا محبوب دې ادعا ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی او د دغه راپور تر خپرېدو پورې یې په دې اړه د امریکا غږ اشنا پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم کې نږدې ۵۰ زیاتې افغانې نجونې غړيتوب لري، چې اکثریت یې په ځانګړې توګه د دغې ډلې کلیدي غړو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بهرنیو هېوادونو ته پناه وړې او ډېری یې په امریکا کې مېشتې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG