د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د جگړې د قربانیانو د یادونې ورځ


د می د میاشتی وروستۍ دوشنبې په امریکا کی د یادونې ورځ یا Memorial Day ده.

پدی ورځ په امریکا کی د جگړی د قربانیانو یادونه کیږی سږ کال دا یادونه په داسی حال کی کیږی چی په افغانستان کی د جگړی د قربانیانو شمیر تر زرو تنو لوړ شوی دی.

تمه کیږي چی لس زره امریکایان به مړو ته د احترام وړاندي کولو لپاره د آرلنگټن ملي هدیری ته ورشي.

دلته د امریکا د کورنۍ جگړی دوخت راهیسی مړی خښ شوی دی چی اوس ئی شمیر٣٣٠ زرو تنو ته رسیږی. په دغه ورځ امریکایان دخپلو وژل شويو عسکر یادونه کوی.

ته تېر کال په شان به سږ کال هم جمهور رئیس اوباما د نوم ورکی عسکر په یادگاري څلي باندی د گلونو گېډۍ کېږدي.

"زما په فکر مونږ د امریکائیانو په صفت په خپل هیواد او پوځ زیات ویاړو او د پوځ هغه کارنامی او سرښندنی یادوو، چی زمونږ د ملت په تاریخ کې یې د آزادی او حقوقو د دفاع لپاره ترسره کړې دی چې دا وخت یې مونږ لرو".

د آرلینگټن د هدیرې په شپیتمه نمره برخه کې کی د شپږ سوه نه زیات سرتیری چی د عراق او افغانستان په جگړو کی وژل شوی خښ شوی دی، او د هدیرې دې برخی ته په امریکا کی تر ټولو خواشنونکی برخه ویل کیږی.

ددی میاشتی په سر کی د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د امریکا لودرستیز مایک مولن اوپه افغانستان کی د ناټو او امریکائی پوځونو لوی قوماندان جنرال مک کرستال د هدیرې دا برخه ولیدله، اود خپل درناوی مراتب ئی ورته څر گند کړل . دا لومړی ځل وو چې جمهور رئیس حامد کرزي دا هدیره ولیدله.

د افغانستان د نهه کلنی جگړی په دوران کی د امریکائیانود تلفاتو شمیره تر زرو تنو اوښتې ده، چی ددی شمیری نیمائی برخه ئی د تیرو دوه کالونو جگړو په دوران کی وژل شوی دی.

جنرال مک کرستال وویل د آرلینگتن له هدیری څخه د لیدنی په دوران کی ئی د داسی سرتیرو د شناختی تیږی لیدلی دی چی پخوا ئی له ده سره یو ځای کار کاوه

"هره مړینه خلک خواشنی کوی په رهبرانو باندی اغیزه کوی تر ټولو زیاتې کورنۍ متاثره کوی د هغوی پر ماشومانو اغیزه کوی د هغوی پر میندو او پلرونو اغیزه کوی او همدارنگه په میړه او یا میرمن باندی اغیزه کوی. چی دا ټول مونږ ته محترم دی او مونږ ټول پدی باندی ښه پوهیږو.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د تیر کال د جمهوری ریاست مقام ته کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله وائی د افغانستان د مسئلی د حل کیلي لاره داده چی د افغانستان د خلکو اعتماد او باور تر لاسه شی او یوه داسې ستراتیژي جوړه شي چې د عسکرو د وتلو لاره پکې سنجول شوې وي.

"له بهرنیو عسکرو سره لا اوس هم ملاتړ شته، خو داسې غوښتنې هم کیږي چې دا معلومه شي چې دا ملاتړ به تر څه وخته پوری دوام وکړي، او پایلې به یې څه وي".

او هماغه وخت به د ارلنگټن د هدیرې د شپېتې برخې د مړو زیاتوالی پای ومومي.

XS
SM
MD
LG