د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د پخوانیوو سرتیرو ورځ ولمانځل شوه


په زرګونوامریکایان چې په موټر سائیکلونو سپاره وو او چرمي واسکټونه او جمپرونه یې اغوستي وو، د یکشنبې په ورځ د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې په سرکونو دورې ووهلې او د دې کلنیو مراسمو په واسطه یې د امریکا د متحده ایالتونو د جګړو د پخوانیو عسکرو ته خپل درناوی څرگند کړ.


دا ورځ هرکال په امریکا کې د یادونې د ورځې په نامه لمانځل کېږي. ددې اونۍ په پای کې چې دیادونې د ورځې د رخصتۍ په نوم لمانځل کیږي، د امریکا د متحده ایالتونو له ګوټ ګوټ څخه موټر سائیکل سپاره واشنگټن ډي سي ته راځي او د میموریل برج یا د یادونې پر پله باندې تېرېږي. دغه راز په واشنگټن ډي سي کې دیادگارۍ څلي او د ویټنام د جگړې د یادگاري څلي په لوري مزل کوي.

بارنی فرګوسن چې دویرجینیا ایالت له هاریسن برګ نه راغلی و، ددغو کلنیو مراسمو په باب ېې داسي وویل: " دا یوه لاره ده چې زه پرې دخپل هېواد قدر اومېنه څرگندوم او دخپلو عسکروسره مېنه اوقدردانی څرگندوم. زما زوي اوس په عسکري خدمت کې دی. داچی زه نن دلته راغلی ېم په دې توگه دهغه دخدمت قدرداني هم کوم. "


د موټر ساېکل سپرو دا کلني مراسم د ۱۹۸۸ کال راهیسې هرکال لمانځل کیږي او مقصد یې دا دی چې په جگړو کې د وژل شویو پوځیانو درناوی وکړي. پردې سربېره د جګړې د بندیانو او هغو کسانو درناوی وشی او دهغو یاد تازه کړي چې یا په جگړه کې بندیان وو او یا ېې د مړي او ژوندي درک نه لګېږي.
XS
SM
MD
LG