د لاس رسي وړ اتصالات

د مکسیکو د دوو پخوانیو ولسمشرانو د محاکمه کولو غوښتنه 


د مکسیکو اوسني ولسمشر انډرېس مانوئل لوپېز اوبرادور ویلي چې ټول پوښتنه کیدای شي د راتلونکې جون میاشتې د پارلماني ټاکنو سره په یو وخت کې ترسره شي
د مکسیکو اوسني ولسمشر انډرېس مانوئل لوپېز اوبرادور ویلي چې ټول پوښتنه کیدای شي د راتلونکې جون میاشتې د پارلماني ټاکنو سره په یو وخت کې ترسره شي

په مکسیکو کې د هغه هېواد د پخوانيو ولسمشرانو اېنرېک پېنه نېتو او فلېپ کالدېرون د محاکمه کولو په اړه د ټولپوښتنې درخواست شوی دی.

د مکسیکو ولسمشر انډرېس مانوئل لوپېز اوبرادور د دوشنبې په ورځ اګست ۳۱مه (وږی۱۰مه) د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې د هېواد پخواني ولسمشران په فساد تورن کړي دي.

ولسمشر اوبرادور ویلي چې ټول پوښتنه کیدای شي د راتلونکې جون میاشتې د پارلماني ټاکنو سره په یو وخت کې ترسره شي.

اوبرادور د پخوانيو ولسمشرانو محاکمه کول یوه تاریخي مسله بللې ده.

منتقدین پر ولسمشر اوبرادور نیوکه کوي چې پر دوو پخوانیو ولسمشرانو د فساد تورونو په لګولو سره غواړي د جرمونو په کمولو او د کروناوېروس د مخنیوي په اړه پر خپلو ناسمو کړو وړو پرده واچوي.

پخواني ولسمشر فلېپ کالدېرون د فساد تورنونه رد کړي دي او بل پخواني ولسمشر اېنرېک پېنه نېتو پر ځان د لګېدلو تورونو په اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG