د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ مرستیال جنوبي کوریا ته ولاړ


د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال مایک پنس له خپلې میرمنې سره د سیول په ملي هدیره کې، د اپریل ١٦ مه ٢٠١٧ کال..
د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال مایک پنس له خپلې میرمنې سره د سیول په ملي هدیره کې، د اپریل ١٦ مه ٢٠١٧ کال..

مایک پنس: وختونه ستونزمن دي، خو د امریکا ملگرتیا له جنوبي کوریا سره تر بل هروخت پیاوړې ده.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس جنوبي کوریا ته رسیدلی دی. ښاغلی پنس له خپلې میرمنې کیرن سره یو ځای اسیا ته د لس ورځني سفر په پیل کې نن د جنوبی کوریا پلازمینې سیول ته ورسید. هغه لومړی د جنوبی کوریا په ملي هدیره کې د گلانو گیډئ کیښوده او د امریکایي پوځیانو سره یې په کلیسا کې د ایسټر مذهبي مراسم ترسره کړل.

د ولسمشر مرستیال مایک پنس پوځیانو ته وویل: زه تاسو او ستاسو کورنیو ته وایم چې د جمهور ټرمپ په دوره کې به مونږ خپل پوځ لاغښتلی کړو او د د موکراسي وسایل به لا قوي کړو. مونږ به خپلو عسکرو، او هوایي او سمندري ځواکونو ته د اړتیا ټولې منابع برابرې کړو. تاسې ددې حقدار یاست، څو وکولای شی درسپارل شوی ماموریت بشپړ کړئ او بیرته په خوندي توگه کورته ستانه شئ. دا ستاسو د اعلی قوماندان ژمنه ده."

د امریکا پوځ چې سرتېري په جنوبی کوریا کې ځای پر ځای دي، وايي چې شمالي کوریا یوه ناکامه ازموینه نن سهار وختي څو ساعته مخکې تر دې چې د متحده ایالاتو مرستیال جمهور رئیس مایک پنس د جنوبي کوریا پلازمېنې سیول ته ورسېږي، د سنپو په بندري ښار کې تر سره کړه.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز ماتېس وايي، ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شمالي کوریا د تازه ازموینې له ناکامۍ نه خبر دی.

د متحده ایالاتو مرستیال جمهور رئیس مایک پینس په کوریا کې امریکایي سرتیرو ته وویل چې په نړۍ کې او په تیره په اسیا اود اقیانوس سیمه کې وضعیت کړکیچین دی.

د امریکا مرستیال جمهور رئیس مایک پینس وویل: زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د جمهور رئیس ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاو کې زمونږ ژمنه تر بل هر وخت پیاوړې ده. زمونږ ژمنه د دې تاریخي اتحاد او جنوبي کوریا د زړورو خلکو په مقابل کې هېڅکله دومره پیاوړې نه وه. ستاسې او د خدای مرسته به دا ټاپو تل خپلواک وي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ .
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ .

رپوټونه وايي شمالي کوریا د نن یکشنبې د ورځې د توغندي ناکامه ازموینه له یوه براعظم نه بل براعظم ته د بالستیک توغندي ویشتل نه. ولسمشر ټرمپ ددې ازموینی د نه کولو خبرداری ورکړی و.

د امریکا له خوا په سیمه کې د پوځي ځواک د ښودلو او د چین له خوا پر شمالي کوریا د اقتصادي بندیزونو له زیاتولو وروسته دا احتمال و چې کیدای شي د شمالي کوریا مشر کیم جون اون د شنبې په ورځ د یوې نوې اتومي ازموینې امر ورکړي.

خو دا کار یې ونکړ او پر ځای یې یو لوی پوځي رسم گذشت وکړ چې د شمالي کوریا د موسس او د خپل نیکه کیم ال سونګ کلیزه یې ولمانځله.

د شمالی کوریا مشر کېم د نوي کال په ورځ غوره وکړه چی د هېواد د بالستیک توغندیو پروگرام د بشپړتیا پړاو ته رسیدلی دی.

د شمالی کوریا مشر کیم جونگ ا ون د اپریل په ١٥مه د خپل نیکه د کلیزې په مراسمو کې د پوځ رسم گذشت گوري.
د شمالی کوریا مشر کیم جونگ ا ون د اپریل په ١٥مه د خپل نیکه د کلیزې په مراسمو کې د پوځ رسم گذشت گوري.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې تازه وخت کې پرچین چی د شمالی کوریا کلک انډیوال هېواد دی فشار راوست چی شمالی کوریا دې له خپلو اټومي هڅو نه لاس په سر شي؛ خو ددغو هڅو نتایج لا روښانه ندي.

پر شمالی کوریا باندی له ٢٠٠٦ کال راهیسی بندیزونه لگېدلی دي او نشی کولی چی په نړۍ کې له کوم هېواد نه وسله واخلی. لگیدلی دی. د امریکا ا ونړۍ غوښتنه داده چی شمالی کوریا دې داټومی وسلو له اموینو نه لاس واخلي څو د کوریا ټاپو وزمه له اټومي وسلو نه پاکه پاتې شی.

XS
SM
MD
LG