د لاس رسي وړ اتصالات

د کلنټن او ټرمپ معاونین سره مخامخ کیږي


د هېلري کلنټن مرستیال ټیم کېن او د ډونلډ ټرمپ مرستیال مایک پېنس نن ماښام لومړۍ تلویزیوني مناظره کوي
د هېلري کلنټن مرستیال ټیم کېن او د ډونلډ ټرمپ مرستیال مایک پېنس نن ماښام لومړۍ تلویزیوني مناظره کوي

دیموکرات ټیم کېن او جمهوري غوښتونکی مایک پینس به نن ماښام په لومړي ځل د خپلو کاندیدانو نه پرته د کمپاین محور وگرځي.

دوی دواړه نن د ورجینیا ایالت په فارمویلز کې په داسي حال تلویزیوني مناظره کوي چې تیره اونۍ د اغلې کلنټن او ښاغلي ټرمپ مناظره اتیا میلیونه خلکو په تلویزیون لیدلې وه.

تاریخ دا ښیي چې د معاونینو مناظره دومره ډېر جذابیت نلري خو تېر ځلې د سارا پېلین او جو بایډن مناظره اویا میلیونه خلکو کتلې وه چې یو ریکارډ و.

دواړه معاونین به نن هڅه وکړي چې ولس ته د ځان وړتیاوې وښیي خو دوی باید د خپلو وړتیاو او د خپلو مشرانو د پالیسي ترمنځ توازن وساتي. ستونزه به یې دا وي چې څنگه هم ځان غښتلی او وړ معرفي کړي او هم د خپل کاندید مخالفت ونکړي.

د ډونلډ ټرمپ مالیات

د جمهوري غوښتونکي گوند د نوماند ډانلډ ټرمپ د مالیې د ورکولو مسله که څه هم دوه لسېزې زړه ده، خو د متحده ایالاتو په انتخاباتو کې ېې ستره غوغا راپورته کړېده. د جمهو‏ري ریاست لپاره دموکراته نومانده هېلري کلنټن پر ټرمپ تور لگوي چې هغه د نورو مالیه ورکوونکیو په قیمت بډای شوی دی.

هېلري کلنټن د ډانلډ ټرمپ پر انتخاباتي مبارزې باندی د دوشنبې په ورځ په اوهایو کې ملنډې ووهلي، ځکه چې د نیویارک ټاېمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کی دا څرگنده شوله چې ډانلډ ټرمپ په 1995 کال کې د خپلو مالیاتو په اسنادو کې دا څرگنده کړې وه چې په خپل تجارت کې ېې 916 ملیون ډالره خساره کړېده.

ددغې سترې خسارې د ښودلو له امله هغه ته دا فرصت په لاس ورغی چې د جایدادو نو د خرڅولو دا ستر سوداگر په قانوني توگه اتلس کاله د مالیاتو له ورکولو معاف شي.

د جمهوري ریاست دموکراتې نوماندې هیلري کلنټن وویل "په ملیونونو امریکایانو زما او ستاسې د کورنیو په شمول ډېر سخت کار کاوه او خپله برخه مالیه ېې ورکوله، خو داسې ښکاري چې هغه د خپلې برخې په ورکولو کې بالکل ونډه نده اخېستی."

جمهو‏ري غوښتونکي ډانلډ ټرمپ او دموکراته هېلري کلنټن به خپله دویمه مباحثه د راتلونکې یکشنبe په شپه وکړي.
جمهو‏ري غوښتونکي ډانلډ ټرمپ او دموکراته هېلري کلنټن به خپله دویمه مباحثه د راتلونکې یکشنبe په شپه وکړي.

د هر ډول نیوکو برسېره ډانلډ ټرمپ د خپل تجارت د لارو چارو دفاع کوي. هغه پرون کولراډو ایالت په انتخاباتی کمپاین کې وویل "زه د مالیې په قوانینو تقریبا له هر چانه ښه پوهېږم. له همدې امله زه پکې سمون راوستلی شم. زه پرې پوهېږم او دیته ژمن یم چی تعدیل پکې راولم."

د جمهوری گوند نوماند ډانلډ ټرمپ د سیالې هېلري کلنټن په اړه وویل "هېلري کلنټن په خپل ټول ژوند کې یو ډالر هم په صداقت ندی گټلی. هغه له تاسې او ستاسې له هېواد څخه پېسې اخلي، مگر خپلو اعانه ورکوونکیو، دخاصو گټو خاوندانو او بهرنیو عاملینو ته د زښتو ډیرو ډالرو په مقابل کې گټه رسوي."

په متحده ایالاتو کې دا دود دی چی د جمهوري ریاست لپاره کاندیدان له څلورو لسېزو نه راپه دېخوا دخپلې مالیې اسناد څرگندوي.

XS
SM
MD
LG