د لاس رسي وړ اتصالات

د مقتدا صدر ایتلاف د عراق د پارلمان اکثر څوکۍ گټلي


د عراق یو شیعه مذهبه مشر مقتدا صدر

د عراق د انتخاباتو کمیسیون د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د عراق د شیعه مذهبه یو مشر مقتدا صدر په مشرۍ د "سائرون" ایتلاف د ٥۴ څوکیو په گټلو سره د هغه هیواد د پارلمان زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي دي.

د عراق په پارلماني ټاکنو کې د هادي عمري په مشرۍ د الفتح ایتلاف ۴٧ څوکۍ گټلي دي.

همداشان د حیدر العبادي په مشرۍ د النصر ایتلاف ۴٢ څوکۍ، د نوري المالکي په مشرۍ د دوله القانون ایتلاف ۲۵ ، د سدی عمار حکیم په مشرۍ د تیارالحکمه ایتلاف ۱۹ او د حنان فتلاوي په مشرۍ د الاراده ایتلاف درې څوکۍ خپلې کړې دي.

ښاغلی مقتدا صدر د عراق پارلماني انتخاباتو ته نه و کاندید شوی او نشي کولای چې د هغه هیواد د صدراعظم په توگه وټاکل شي.

خو لکه څنگه چې ښاغلی صدر د یو سیاسي ایتلاف مشري کوي، وبه توانیږي چې د عراق په سیاسي معاملو کې د پام وړ رول ولوبوي.

د عراق د می د ١٢ پارلماني انتخاباتو نتیجې څو ورځې وځنډیدې، ځکه داسې ارزونې وشوې چې آیا د بریښنایي رای ورکولو سیستم چې لومړی ځل د عراق په انتخاباتو کې وکارول شو کومه نیمگړتیا درلودله او که نه.

ښاغلي صدر ته وفادارو ځواکونه د عراق په جگړې کې د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو پر ضد جنگیدلي دي.

سره له دې چې د مقتدا صدر ایتلاف د نورو ایتلافونو په پرتله د عراق په انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ خپلې کړې دي، د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس، په روانه اونۍ کې اعلان وکړ چې هیواد یې د عراق د انتخاباتو له نتیجو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG