د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران یوه پوځي الوتکه غورځېدلې


دغه پېښه نن دوشنبه رامنځته شوې ده
دغه پېښه نن دوشنبه رامنځته شوې ده

د راپورنو له مخې په ایران کې د دغه هیواد د یوې جنګي جېټ طیارې د لوېدو له امله درې کسان مړه شوي دي.

راپورونه وايي دا د امریکا ساخت جېټ طیاره وه چې د ایران پوځ ورڅخه استفاده کوله او نن دوشنبه فبرورۍ ۲۱ (کب دوهمه) د دغه هیواد په لوېدیځ تبریز ولایت کې لوېدلې ده.

د ایران تسنیم خبري آژانس ویلي چې الوتکه د یوې مدرسې له دېوال سره تر لګېدو وروسته سقوط کړی دی. د راپورنو له مخې د دغې طیارې د لوېدو په مهال ښوونځي رخصت و.

یاد خبري آژانس همدارنګه ویلي چې په دغه پېښه کې د الوتکې دوه پیلوټان او یو ملکي وګړی مړه شوي دي.

رویټرز خبري آژانس بیا د ایران د پوځ د ویاند شاهین تقي له قوله ویلي چې دغه پېښه د تخینکي ستونزې له امله رامنځته شوې او په خبره یې په اړه یې څېړنې روانې دی.

د تسنیم اژانس وایي چې په پېښه کې یو پیلوټ او بل روزونکی پیلوټ او بل په لاره کې په یو موټر کې ناست سړی مړه شوي دي.

د پېښې له ځایه په اخیستلو شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې تر پېښې وروسته اورلګېدلی او د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیان یې هم اړولی دی، خو دقیقه معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG