د لاس رسي وړ اتصالات

د میدان وردګو د تنګي درې د امنیت لپاره عملیات پیل شوي


د ۲۰۳ تندر قول اردو د مسولينو په وينا د خنجر په نوم دا نظامي عمليات د لوګر په برکي برک او د وردګو د سيد اباد په ولسواليو کې پيل شوي. دا دواړه همجوارې ولسوالۍ دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شعور ګل پښتون وايي، چې دا عملیات د سيداباد ولسوالۍ د تنګي درې تصفيه کولو لپاره کیږي، په دې دره کې د تېرو څو کلونو راهیسې طالبانو مرکزونه جوړ کړي.

د پښتون په وينا دغه عمليات د دوشنبې په ورځ پيل شوي او په ترڅ کې يې د طالبانو د وسلو يو شمېر زېرمې او ځينې نور مهم وسایل نیول شوي او لاهم د سیمې تصفیه روانه ده.

”په وروستيو څو کلونو کې په دغه سيمه کې عمليات نه وو ترسره شوي. دلته طالبان لارو ته راوتل، خلک يې تلاشي کول او ځورول يې. د تېرو څو ورځو په عملياتو کې طالبانو ته سخت تلفات اوښتي او د هغوی يو شمېر وسلې امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي‟.

چارواکي وايي چې دغه دره په امنيتي لحاظ سربېره اقتصادي ارزښت هم لري. دلته د مرمرو، کرومېټ او سليکان تېږو کانونو شته، چې د دوی په وينا طالبان يې استخراجوي او بيا پرې خپل اکمالات کوي.

د تنګي دره د کابل- کندهار لاره د خوست- کابل له لارې سره نښلوي. د خلکو او ولايتي چارواکو په وينا کله ناکله به دلته طالبانو له بار وړونکو موټرو څخه د ګمرکي محصول په نوم پيسې هم اخيستلې.

د لوګر امنيه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله عليزی وايي، چې طالبانو له دې ځای نه په ګاونډيو ولايتونو کې پر حکومتي تاسيساتو بريدونه تنظيمول.

”دا ډېره مهمه لار ده. هغه کانونو چې دلته شته مخالفينو ترې سوء استفاده کوله او له دې ځای څخه يې نه يواځې په لوګر بلکې په نورو ولايتونو بريدونه تنظيمول او دلته به يې ځانمرګي روزل‟.

د چارواکو په خبره له دې لارې د سوداګريزو مالونو د انتقال لپاره هم کار اخيستل کېږي. سوېل ختیځو ولايتونو ته تلونکي يو شمېر باروړونکي موټر له دې لارې تګ راتګ کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له امریکاغږ سره په خبرو کې د تنګي درې په شاوخوا کې ځينې نظامي عمليات تاييد کړي، خو د طالبانو د مرکزونو د له منځه وړلو ادعا يې ناسمه بللې.

XS
SM
MD
LG