د لاس رسي وړ اتصالات

د جګړې د پیل نه تر نن پورې


د جګړې د پیل نه تر نن پورې
د جګړې د پیل نه تر نن پورې

په افغانستان کې د تروریزم پر ضد جګړه شاوخوا لس کاله د مخه پیل شوه او تر ننه نده مالومه چې نور به څومره ادامه ولري.

په امریکا کي د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د ١١مي تروریستي حملو نه درې اونۍ وروسته جمهوررئیس جورج بوش ( د ٢٠٠١ کال د اکتوبر په ٧مه ) د القاعدې په تروریستي شبکې او په افغانستان کي دیره طالبانو باندي د نظامي عملیاتو اعلان کوي.

ښاغلي بوش د امریکا خلکو ته په یوه وینا کي وویل چي که طالبان د امریکا دا غوښتنه ونه مني چي د القاعدې مشران وروسپاري، نو د هغې قیمت به ادا کړي.

( د ٢٠٠١ کال د نومبر په ١٣مه ) د شمال د اتحاد او امریکا قواوي کابل ته ننوځي، او طالبان دې ته مجبوروي چي کابل پریږدي او کندهار ته وتښتي.

( د ٢٠٠١ کال د ډیسیمبر په ٥مه ) د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د جرمني په ( بن ) کي یو کنفرانس جوړیږي چي په کي بېلي بېلي افغاني ډلي ګډون کوي. په دې کنفرانس کي ګډون کونکي یو تړون لاسلیکوي چي په افغانستان کي د جګړې وروسته د سیاسي پرمختګ په باب یو پلان جوړیږي، او په کی حامد کرزی د افغانستان د موقتي مشر په توګه ټاکل کیږي او برسیره په دې د کابل د امنیت د ساتلو د پاره د سولي ساتني یوه بین المللي قوه تاسیسیږي.

( د ٢٠٠١ کال د ډیسیمبر په ١٣مه ) امریکا د افغانستان په ختیځ کی خپلي بمبارۍ سختوي او غواړي د القاعدې هغه غړي او مشران ونیسي چي په ( توره بوره ) کي پټ شوي وو.

د افغانستان د بیا رغوني فعالیتونه:

د جګړې د پیل نه تر نن پورې
د جګړې د پیل نه تر نن پورې

( د ٢٠٠٢ کال د مارچ په ٢ همه ) امریکا یي قواوي د افغانستان په ختیځو غرونو کي د څوسووتنو القاعدې او طالبانو په مقابل کي د ( افعي مار ) په نامه ترټولو غټ ځمکني تعرضی عملیات شروع کوي.

( د ٢٠٠٢ کال د جون په میاشت کي ) لویه جرګه حامد کرزی د افغانستان د موقتی حکومت د مشر په توګه منظوروي او فیصله کوي چی د نوي اساسي قانون مسوده به برابره کړي او په راتلونکي یونیم کال کی به انتخاباتو ته لاره پرانیزي.

( د ٢٠٠٢ کال د نومبر په میاشت کي ) د امریکا پوځ په افغانستان کي د ولایاتو د بیا ودانولو په نامه نظامي او ملکي ګډي قطعې تاسیسوي.

( د ٢٠٠٣ کال د آګسټ په ٨مه ) ناتو په کابل او د هغه په شاوخوا سیمو کي امنیت ټینګوي، چی دا د اروپا نه بهر ددغه سازمان لومړنی تعهد و او د غه اتحاد ته یې د ( آیساف ) د قواو په نامه د مشري نقش وسپاره.

اساسي قانون او انتخابات:

( د ٢٠٠۴ کال د جنوري په ۴مه ) لویه جرګه د افغانستان نوی اساسي قانون منظوروي او په دې اقدام سره په افغانستان کي لومړني آزاد انتخابات ترسره کیږي.

( د ٢٠٠۴ کال د اکتوبر په ٩مه ) حامد کرزی د افغانستان لومړنی جمهوررئیس شو.

( د ٢٠٠٥ کال د مې په ٢٣ مه ) حامد کرزی واشنګټن ته په سفر راځي او د جمهوررئیس جورج بوش سره یوه ګډه اعلامیه لاسلیکوي چی په کی د امریکا او افغانستان تر منځ په ستراتیژیکي همکارۍ باندي بیا ټینګار کیږي.

( د ٢٠٠٥ کال د سیپټامبر په ١٨مه ) په افغانستان کي لومړني پارلماني انتخابات ترسره کیږي.

( د ٢٠٠٩ کال د فیبروري په ١٧مه ) د امریکا جمهوررئیس براک اوباما افغانستان ته ١٧ زره نور امریکایي عسکر استوي چي د ټولو امریکایي عسکرو شمیر ٣٨ زره تنو ته رسیږي.

( د ٢٠٠٩ کال د جولای په میاشت کی ) امریکایي قواوي د ( خنجر ) په نامه لوی نظامي عملیات کوي او کوشش کوی د طالبانو مخ په زیاتیدونکي حملې په شا وتمبوي.

( د ٢٠٠٩ کال د ډیسیمبر په لومړۍ ورځ ) د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د افغانستان د جګړې نوې ستراتیژي اعلانوي او وعده کوي چي هغه هیواد ته به ٣٠زره نور عسکر هم واستوي.

( د ٢٠١١ کال د مې په لومړۍ ورځ ) جمهوررئیس اوباما نړۍ والو ته اعلان کوي چي د امریکا خاصو قواو د پاکستان په ( اېبټ آباد ) کي د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.

( د ٢٠١١ کال د جون په ٢٢مه ) یعني دا نن هغه د افغانستان نه د خپلو یو شمیر عسکرو د را ایستلو اعلان کوي.

XS
SM
MD
LG