د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې تروریستي برید مخنیوی د یو شمیر امنیتي کارکوونکو د وظیفوي غفلت له امله ونشو او دا وزارت به په لسو ورځو کې د هغو چارواکو په اړه، چې په خپلو دندو کې پاتې راغلي پریکړه وکړي.
نن د پنجشنبې ورځ (وږي لومړۍ) د کورنیو چارو په وزارت کې د کابل د تیرې سه شنبې د تروریستي پیښې د ارزولو لپاره د امنیتي چارواکو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې وه.
دې غونډې ته خبریالان هم وربلل شوي وو، د کورنیو چارو وزارت امنیتي ستر مرستیال جنرال اختر محمد ابراهیمي په دې خواشیني وښوده، چې افغان ځواکونو د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې خلکو له لازم امنیت برابر نه کړی شو.
جنرال ابراهیمي د اسلامي دولت یا داعش د ډلې له خوا په کابل ښار باندې د توغنیدیو د ویشتلو پیښې ته په اشارې وویل، چې دا پيښه د پلټنو وړ پیښه ده او پلټل کیږي.
د لوی اختر په لومړۍ ورځ یو شمیر وسله والو د کابل ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د عیدګاه جومات شا ته د یو سرای څخه د کابل ښار په بیلابیلو برخو تر شلو پورې د هاوان ډزې وکړې. د هاوان یوه مرمۍ ارګ سره نږدې د اماني لیسې سره پریوتې وه، خو چاته یې د سر زیان نه و رسولی.
د افغان امنیتي ځواکونو وسله والو سره د شاوخوا پنځه ساعتونو جګړې وروسته دا برید مهار کړ.
د کابل د ګارنیزیون قومندان جنرال مراد علي مراد د برید د پای ته رسیدلو وروسته خبریالانو ته وویل، چې په دغه برید کې شپږ تنه ملکي او امنیتي کارکوونکي ټپیان شوي دي.
هغه وویل دا بر ید د دوو بریدګرو له خوا شوی وو، چې دواړه د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
اسلامي دولت یا داعش د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.
دې غوندې ته د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په خپله وینا کې تر لسو ورځو پورې د هغو مامورینو د پیژندلو او ورسره د قانوني چلند ژمنه وکړه، چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ یې په کابل کې د برید په مخنیوي کې د ښاغلي برمک پر وینا وظیفوي غفلت کړی دی.
ښاغلي برمک وویل" ټول هغه کارکوونکي، چې وظیفوي غلفت یې کړی به مجازات شي".
هغه وویل، د دغو مامورینو په اړه به تر لسو ورځو پریکړه اعلان شي.
د کورنیو چارو وزیر وویل، وسله وال مخالفان غواړي د کابل اهمیت ته په پاملرنې دا ښار نا ارام کړي.