د لاس رسي وړ اتصالات

میرویس بلخي: را روانه لسیزه د پوهنې څخه د ملاتړ لسیزه ده


د افغان حکومت د شمیرنو له مخې اوس مهال شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان له ښوونځیو بهر دي.
د افغان حکومت د شمیرنو له مخې اوس مهال شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان له ښوونځیو بهر دي.

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي د چهارشنبې په ورځ( مرغومې ۵ مه) د افغانستان د پوهنې لومړني سمپوزیم ته په وینا کې وویل، چې افغان حکومت ورسر ه د ده طرحه منلې، چې را روانه لسیزه د پوهنې څخه د ملاتړ د لسیزې په توګه ونوموي.

میرویس بلخي ټولو ماشومانو ته د ښوونیزو خدمتونو برابرول، په هر اړخیز ډول د پوهنې کیفیت لوړول او په تعلیمي سیستم کې اغېزناک، شفاف او ځواب ویونکي مدیریت رامنځ ته کول د پوهنې د ودې او پراختیا لپاره د مهمو اهدافو په توګه یاد کړل او هیله یې وښوده، چې د سمپوزیم ګډونوال به پر دغو او نورو مسلو خپل تخصصي بحثونه وکړي.

هغه هیله وښوده، چې ګډون وال به د ښوونیز سیستم د وضعیت د ښه والي او په دې برخه کې د شته ستونزو او ننګونو د حل په اړه خپل وړاندیزونه هم د پوهنې وزارت سره شریک کړي.

ښاغلي بلخي وویل، چې د افغانستان تعلیمي نصاب ستونزې لري او په کار دي، چې د پوهنې بهیر او نصاب ته بیا کتنه وشي.

په دغه دوه ورځیني سمپوزیم کې شاوخوا یوولس سوه د پوهنې وزارت او د دغه وزارت د ۳۴ ولایتونو د پوهنې چارواکي برخه لري.

په دې سمپوزیم کې د پوهنې د بهیر د مدیریت او د پوهنې د کیفیت د لوړولو په لارو چارو برخه وال سره خبرې کوي.

ټاکل شوې، د دغه سمپوزیم برخه وال به د پوهنې د بهیر پرمخ کې د پرتو ستونزو او د حل لارو په هکله هم خپل نظریات سره تبادله کړي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس سید عبدالوحید قتالي د افغانستان د ښوونیز سیستم د ودې او پرمختګ په برخه کې د پوهنې وزارت له پروګرامونو او فعالیتونو څخه د افغان حکومت ملاتړڅرګند کړ او ويې ویل، څومره، چې د سولې او جنګ مدیریت حکومت ته مهم دی له هغه ډېر ورته د پوهنې او تعلیمي نظام وده او پراختیا مهمه ده.

دغه سمپوزیم ګډونوال به د لومړۍ ورځې په پای کې نظرونه او وړاندیزونه راټول او جمهوري ریاست ته به یې وړاندې کړي.

ټاکل شوې د سمپوزیم ګډون کوونکي به د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د جمهور رئیس غني سره ګډه غونډه ولري.

دا سمپوزیم په داسې حال کې جوړ شوی، چې د پوهنې وزارت د وینا له مخې اوس هم په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې ښوونځیو ته د تګ له عمر سره برابر دي له ښوونځیو څخه بهر دي.

د دغه شمیر له دریو څخه دوه برخې یې انجونې دي.

XS
SM
MD
LG