د لاس رسي وړ اتصالات

د پوهنې وزارت د ښوونکو د معاشونو لوړیدو نوې طرحه جوړه کړې


د پوهنې وزارت وايي جمهوري ریاست ته یې د ښوونکو د معاشونو د لوړیدو یوه طرحه سپارلې، چې په منل کیدو به یې د ښوونکو په معاشونو کې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال څخه یو څه زیاتوالی راشي.

د پوهنې وزارت ویاندې میرمن نوریه نزهت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د معاشونو د لوړیدو طرحه په څلورو برخو کې ترتیب شوې ده.

"زمونږ طرحه په څلورو محورونو ډیر تمرکز کوي،ښوونکو څخه مونږ ته زیات شکایتونه رسیدلي وو. لومړۍ مسله زمونږ د ښوونکو د معاشونو د لوړیدلو وه، چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د معاشونو د لوړیدو د پالیسۍ په چوکاټ کې د افغانستان د حکومت له خوا تطبیق کیږي".

د پوهنې وزارت د دې طرحې له مخې ښوونکو ته د ورځې اتیا افغانۍ د موټر د کرایې په توګه هم په پام کې نیول شوي دي.

همداشان دولسم پاسو ښوونکو ته ۵۰۰ افغانۍ او ۱۴ پاسو ښوونکو ته زر افغانۍ په معاش کې زیاتوالی په پام کې نیول شوی دی.

میرمن نزهت وویل " مونږ د دې غوښتنه وکړه، چې د دولسم پاس او څوارلسم پاس ښوونکو ته هم مسلکي معاش ورکړل شي. اوس مهال زمونږ لیسانسه ښوونکي دوه زره افغانۍ مسلکي معاش ترلاسه کوي، خو هغه دولسم پاس او د ۱۴ پاس ښوونکي، چې د طرفیت د لوړیدلو پروګرام پرې اوس مهال تطبیق کیږي او ظرفیت یې لوړیږي مسلکي معاش نه اخلي".

اوس مهال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۲۲۹ زره ښوونکي په دولتي ښوونځیو کې زده کوونکو ته درس ورکوي. د دغه شمیر یو اتیا زره شپږ سوه یې ښځینه ښوونکې دي.

په افغانستان کې د مسلکي ښوونکو شمیر کم دی، د همدې له امله د پوهنې وزارت د ښوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره د ښوونکو د روزنې پروګرام پرمخ وړي، چې له مخې به یې د دولسمو ټولګیو فارغ ښوونکي د ۱۴ ټولګي پورې زده کړي ترلاسه کړي او د ۱۴ ټولکیو فارغ ښوونکي به د لیسانس کچې پورې زده کړې وکړي.

اوس مهال د افغانستان د ټولو ښوونکو ۱۰۵ زره او اوه سوه ۹۷ تنه یې د ۱۴ ټولګیو فارغان دي او ۴۹ زره نور د دولسم ټولګیو څخه فارغ شوي ښوونکي دي.

په افغانستان کې د اقتصادي پلوه ښوونکي ترټولو د کم عاید ترلاسه کوونکو حکومتي مامورینو په ډله کې شمیرل کیږي.

افغان حکومت د ښوونکو د ژوند د ښه کیدلو لپاره ښوونکو ته د کور د جوړولو لپاره د یوې نمرې ځمکې د ویشلو په ګډون یو لړ پروګرامونه د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال پیل کړي، خو یو شمیر ښوونکي وايي، د کور د جوړولو لپاره د یوې نمرې ځمکې د ویشلو پروګرام تر ډیره نه دی پلی شوی.

د کابل په ولایت کې یو ښوونکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني هم ښوونکو ته د یوې نمرې د ځمکې د ورکولو ژمنه کړې، خو تراوسه دا ژمنه عملي شوې نه ده.

د پوهنې وزارت وايي، د ښوونځیو سره نږدې ښوونکو ته د اوسیدانې د اپارتمانونو د جوړولو او ښوونکو ته په اوږدو قسطونو باندې د اپارتمانونو د ویشلو په پروژه لا هم کار روان دی. خو دا وزارت وايي دې کار ته ژمن دی.


XS
SM
MD
LG