د لاس رسي وړ اتصالات

عظیمي: د مسولیت اخیستلو لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لرو


عظیمي: د مسولیت اخیستلو لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لرو
عظیمي: د مسولیت اخیستلو لپاره تجهیزاتو ته اړتیا لرو

افغان دولت وایي افغان ملی اردو شمیر به هغې کچی ته رسوی چې د نړیوالې ټولنی سره یې ژمنه کړې ده خو له دې سره سره په وار وار د نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د هیواد امنیتی ځواکونه دې په وسلو او تجهیزاتو سمبال کړي.

افغان امنیتي ځواکونو ته د هیواد د امنیتی مسولیت د سپارنی موده ورځ تر بلی را نږدی کیږي او ټآکل شوې د ځواکونو د وتنی اعلان به د افغان جمهور رییس له خوا د نوروز په ورځ کیږی.

له بلی خوا د افغانستان د ملی امنیت اداره هم د تروریستی پیښو په مخنیوی کی د افغان ځواکونووړتیا د پام وړ ګڼي .

افغان امنیتي چارواکي ادعا لري چې د هیواد د امنیتی مسولیت اخیستو ته پوره پوره تیاری لري خو په همدی حال کی وایی نړیواله ټولنه باید افغان ملی اردو په مجهز¸وسلو سمبال کړي.

دا خبره له هغی ورځی نه پیل شوې کومه چی پریکړه وشوه چی نړیوال ځواکونه دی د افغانستان امنیتی مسولیت ددی هیواد امنیتی ځواکونو ته وسپاري.

اوس هم د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وایی په هوایی ځواکونو کی لاهو د تجهیزاتو د نشت سره مخامخ دي.

خو د افغان دولت د پرله پسی غوښتنو او نړیوالو ځواکونو د همیشنی تایید سره سم د افغان ځواکونو د سمبالولو لپاره کوم عملی ګامونه اوچت شوی او نړیوالو په دی هکله څه کړيدي؟ دا پوښتنه له یو ډول ویری سره د افغانانو پر ژبه ګرځی خو ظاهر عظیمی وایی نړیوالو پروسږکال له دوی سره مرسته کړی او روان کال کی هم ورسره پیسی پرتی دی تر څو دا ځواکونه په وسلو سمبال کړی

نن سبا نړیواله تولنه او افغان ځواکونه دا تاییدوی چی دښمن د نړیوالو ځوکونو وتنی ته سترګی په لار دی تر څو په منډه هغه سیمی ونیسی چی ځواکونه ورنه وتلي دي. ددی خبری څرګند مثال په دی وروستیو کی د کنړ ولایت د مانو ګی له ولسوالی نه د امریکایی ځواکونو وتنه او پر ځای یی د سیمیزو طالب ځواکونو میشتیدل دي. ظاهر عظیمی سره له دی چی دا خبره تاییدوی وایی دوی دا وړتیا لری چی پرینږدی دښمن هغو سیمو ته ورننوځی چې نړیوال ځواکونه ترې وځي او په دې کار کې به توازن وي.

سره له دی چی افغان دولت دا په زغرده نه وایی چی د ځواکونو وتل به له کوم ځی نه پیلیږی خو دا اشاره کوي چې د امنیتی مسولیت سپارنه به له هغو سیمو نه پیلیږی چی تهدید ورکې کم وي او داسې ګنګوسی هم شته چی افغان دولت د پنجشیر، هلمند او بلخ ولایتونه هغه ولایتونه ښودلي دي چې اوس مهال ورکې د مخالفو ځواکونو تهدید کچه ټیټه ده.

له بلی خوا د افغانستان د ملی امنیت وزارت ویاند د دی ارګان پورې تړلې ځواکونو کاري وړتیا هم په ګوته کوي او وایي د تیر نه لا فعاله شوی دی او د بهرنیانو د ګډون پرته د هیواد دامنیت ساتنی ته پوره چمتو والی لري.

لطف الله مشعل وایی د ملی امنیت ریاست غړو د هیوا په ځینو سیمو کی داسی ترهګر ګروپونه نیولی دی چی مشری او غړی یی تول بهرنیان وو. په دی ډله کی د ازبکستان د اسلامی نهضت پورې تړلی یوه ډله په ګوته کوی چی د افغانستان په شمال کی نیول شوی دی. دا ډله په ځانمرګو او تروریستي بریدونو پړه ګڼل شوې ده .

د ملي امنیت ویاند د طالبانو په لیکو کی د درز خبر ه را یادوي او وايي طالبان اوس د مخامخ جګړې لپاره ځواکونه نلري نو ځکه ډیری انتحاری بریدونو ته لاس اچوي چی دا هم د دوی د ضعف او د افغان ځواکونو د وړتیاوو لوړ والی ښيي.

نن سبا د افغانستا ن د ملی اردو شمیره ۱۵۵ زرو تنو ته رسیږي خو د نړیوالوی ټولنی سره د شوې ژمنې پر اساس به دا کچه د روان کال تر پایه ۱۶۰ زرو ته رسوي او د ۲۰۱۴ پورې به دا کچه ۲۰۰ زرو ته ورسول شي.

خو له دې ټولو سره سره دا ځواکونه د هیواد نه د خپلواکې سانتې لپاره نویو پرمختللو وسلو ته اړ دي چې نړیوال یې باید پوره کړي او که دا نه کیږي نو د ا وېره ښودل کیږي چې د بهرنیو ځواکونو د وتنې نه پس به د هیواد امنیتي حالت هغه وي چی د نړیوالو ځواکونو د راتګ نه د مخه وو.

XS
SM
MD
LG