د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دفاع وزارت وايي داعش تحرکات لري خو زیات نه دي


افغانستان د دفاع وزارت د ادعا له مخې د تیریوکال په موده کې یوازې د ننګرهار په ولایت کې د داعش درې نیم زره جنګیالي وژل شوي دي.
افغانستان د دفاع وزارت د ادعا له مخې د تیریوکال په موده کې یوازې د ننګرهار په ولایت کې د داعش درې نیم زره جنګیالي وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېرکال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو په اړه د ملګروملتونو د بشري مرستو "اوچا" د دفتر رپوټ ناسم بللی او ویلي یې دي، چې د داعش د فعالیتونو په اړه راپورونه تر ډیره تبلیغاتي بڼه لري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې داعش ډله د هلمند، فراه، ارزګان، زابل او ننګرهار په ولایتونو کې په بشپړه توګه ځپل شوې ده.

جنرال وزیري وویل " داعش په ځینو ولایتونو کې تحرکات لري، خو دا یوازې تبلغاتي تحرکات دي، د هغوی تحرکات کم شوي دي، ډیر تلفات یې لیدلي، وژل شوي او له منځه تللي دي، په تېر یوکال کې د دغې ډلې څلور مشران وژل شوي دي، په افغانستان کې د داعش تحرکات ډېر کم شوي دي ".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په تازه رپوټ کې د تېرعیسوي کال د لومړیو شپږ میاشتو په پرتله د سږکال په لومړیو میاشتو کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې تېرکال په لومړیو شپږ میاشتو کې د دغې ډلې وسله والو یوازې د ننګرهار په ولایت کې فعالیت کوه، خو اوس د " اوچا" د رپوټ له مخې د داعش فعالیتونه اوو ولایتونو ته پراخ شوي دي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي " په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکې ناامني یوازې د ولسوالیو په مرکزونو باندې د بریدونو زیاتېدو ته محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې د اسلامي دولت یا داعش ته منسوب شویو بریدونو له امله په کې دوه چنده زیاتوالی راغلی دی، چې د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۳۰ څخه زیات بریدونه ترسره شوي دي. د اسلامي دولت یا داعش فعالیتونه اوو ولایتونو ته پراخ شوي چې د تېرکال په لومړیو شپږ میاشتو کې د دغې ډلې فعالیتونه یوازې د ننګرهار ولایت ته محدود وو".

" اوچا" ویلي د ځینو ارزوونو له مخې په یو شمېر سیمو کې د اسلامي دولت یا داعش او طالبانو ترمنځ همکاري لیدل کیږيلکه د تیرې عیسوي میاشتې اګسټ په لومړیو کې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزاولنګ په سیمه کې د طالبانو او د اعش ترمنځ په بریدونو کې همکاري موجوده وه، خو د " اوچا" د رپوټ له مخې بیا دا دواړه ډلې د ننګرهار په ولایت کې د سیمو د کنټرول پر سر په جګړه هم بوختې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې یوازې د ننګرهار په ولایت کې د داعش تر درې نیمو زرو پورې وسله وال وژل شوي او له زرو زیات نورټپیان شوي دي.

جنرال وزیري وویل " تاسو پوهیږئ چې د داعش اکثره غړي د طالبانو هغه ګروپونه دي چې خپل بیرغ یې بدل کړی او د داعش په نامه فعالیت کوي ".

جنرال وزیري د طالبانو د ډلو له خوا د بیرغ د بدلولو لوی علت د داعش له ډلې د مالي امکاناتو د ترلاسه کولو هڅه ګڼي او وايي چې په ځینو سیمو کې دا ډلې یوځای فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG