د لاس رسي وړ اتصالات

وزیري: داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې ده


په تیرو اتو میاشتو کې د داعش جنګیالي په پرله پسې ډول په ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
په تیرو اتو میاشتو کې د داعش جنګیالي په پرله پسې ډول په ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په دغه هیواد کې د اسلامي دولت یا داعش د لس زره وسله والو د شتون او د فعالیتونو د پراخیدو په باب د روسیې د یو چارواکی وروستۍ څرګندونې یوازې تبلیغات بللي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې که څه هم په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو د شمیر په باب معلومات ورنکړل، خو د دغې ډلې د جنګیالیو د شمیر په باب یې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څرګندونې هم له حقیقت څخه لرې وبللي.

جنرال دولت وزیري وویل " دا تبلغات دي، هرڅومره یې چې شمیر یادوي یوازې تبلیغات دي،هر چیرته یې چې سر راپورته کړی له منځه تللي دي".

په دې وروستیو ورځو کې افغانستان او پاکستان ته د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې یو خبري اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د فعالیتونو د پراخیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې دا ډله د پیسو په بدل کې ډیر شمیر ځوانان خپلو لیکو ته جذبوي.

هغه په افغانستان کې د داعش د وسله والو شمیر لس رزه اټکل کړی او ویلي دي، که چیرې د دغې ډلې د تبلیغاتو مخه و نه نیول شي نو ممکن د داعش د جنګیالیو شمیر له دې هم زیات شي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وایي، چې د داعش د جنګیالو سره د افغان امنیتي ځواکونو د پرله پسې جګړو له امله، دغه ډله اوس په هیڅ یو ولایت کې هم مرکز نه لري.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، چې داعش د هلمند، فراه، ارزګان، زابل او غزني په ولایتونو کې سخته ماته خوړلې او افغان ځواکونو په دغو ولایتونو کې د اسلامي دولت د جنګیالیو له خوا د مرکزونو د جوړولو مخه په کلکه نیولې ده.

جنرال دولت وزیري وویل، چې په ننګرهار کې هم داعش خپل مرکزونه له لاسه ورکړي دي.

خو د ننګرهار په ولایت کې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د داعش پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو دجګړو او د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د پرله پسې بمباریو سره سره، د دغې ډلې جنګیالي لا هم د ننګرهار ولایت په لرو پرتو سیمو کې خپل مرکزونه ساتلي دي.

دا شمیر اوسیدونکي وایي، چې لا هم د ننګرهار د اچین ولسوالۍ ډیرې سیمې د داعش د وسله والو تر اغیز لاندې دي.

همداشان اوړمه ورځ د کونړ امنیه قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د کونړ په ولایت کې د داعش د ډلې د فعالیتونو خبر ورکړاو ویې ویل، چې د اسلامي دولت جنګیالي د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ ته ورغلي دي.

همداشان په ننګرهار ولایت کې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي چې اسلامي دولت یا داعش یو ځل بیا په دغه ولایت کې خپلې راډیویي خپرونې له سره پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG