د لاس رسي وړ اتصالات

عامه نظم او سرحدي پولیسو تشکیلات په دفاع وزارت کې مدغم کیږي


د پلان له مخې ټاکل شوې د روان هجري شمسي کال تر پایه به ملي اردو د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د جګړې مسولیت واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، چې افغان حکومت پریکړه کړې چې د کورنیو چارو د وزارت د عامه نظم او سرحدي پولیسو تشکیلات د دغه وزرات له تشکیلاتو جلا او د دفاع وزارت د تشکیلاتو سره یې یوځای کړي.

جنرال دولت وزیري نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته د دې اقدام هدف د پولیسو له قطعاتو څخه د جګړې د پیټې لرې کېدل وښودل او ویې ویل چې د روان هجري شمسي کال ترپایه به د پولیسو دا دواړه قطعات د دفاع په وزارت کې مدغم شي.

جنرال وزیري وویل " کله چې سرحدي پولیس د کورنیو چارو وزارت پورې مربوط شول، د عامه نظم پولیس مربوط شول، پولیس یوازې د قانون تنفیض کوي، په جګړه کې برخه نه اخلي".

جنرال دولت وزیري وویل چې د سرحدي پولیسو قطعاتو تشکیلات به د لړم د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې او د عامه نظم د قطعاتو تشکیلات به د سلواغې د میاشتې په لومړۍ ورځ د کورنیو چارو له وزارت څخه جلا او د دفاع وزارت پورې مربوط شي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو سره د جګړې پیټی تر ډېره د افغان پولیسو په اوږو دی. تقربیآ د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د افغان حکومت وسله وال مخالفان د ولسوالیو پر ودانیو بریدونه کوي، چې شاوخوا ترې افغان پولیسو امنیتي پوستې راچاپیره کړي دي.

د همدې له امله په افغانستان کې په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې ډېر تلفات افغان پولیسو ته رسیږي.

د دفاع وزارت وایي چې دغه وزارت سره د پولیسو د دغو دوو قطعاتو د تشکیلاتو له ادغام وروسته به پولیس خپلو عنعوي وظایفو چې د قانون تنفیض دی ورستانه شي.

د افغانستان دفاع وزارت د پولیسو د دغو قطعاتو د ادغام خبر په داسې حال کې ورکړی، چې دا وزارت وايي، چې پر یو بله طرحه باندې هم کارکوي، چې له مخې به یې د دفاع وزارت پخواني سرتیري په یوه سیمه ایز ځواک کې په خپلو ولایتونو کې د خپلو سیمو د ساتلو لپاره راټول شي.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې د دغه ځواک جوړیدل لا د یوې طرحې په توګه مطرح دي، خو دا مني چې پر دې طرحه کار روان دی او که چیرې ومنل شي، نو د هغو سیمو د ساتلو لپاره به د دغې نوې قوې څخه کار واخیستل شي، چې افغان ځواکونه یې له خپلو وسله والو مخالفانو نیسي، خو د نیولو وروسته یې بیرته خوشې کوي.

د پوځي چارو کارپوهان د دفاعوزارت په تشکیلاتو کې د پولیسو د عامه نظم او سرحدي ځواکونو ادغام د افغانستان حالاتو ته په کتو یو مناسب اقدام ګڼي او وایي چې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال هم سرحدي ځواکونه د دفاع وزارت پورې مربوط شوي وو. خو یو شمېر نور کارپوهان اندیښنه ښيي، چې د پولیسو د تشکیلاتو د ادغام وروسته به د پولیسو په لیکو کې تشه رامنځ ته شي او که افغان حکومت پر وخت دغې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي، ممکن په راتلوونکي کې امنیتي ستونزې وزېږوي.

XS
SM
MD
LG