د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان شعیه علماو د شورا مشر شیخ اصف محسني مړ شو


د افغانستان د شعیه علماو د شورا مشر او پخوانی جهادي شخصیت شیخ محمد اصف محسني پرون دوشنبه «زمري میاشتې پر۱۴مه» نېټه د ۸۴ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

نوموړی په ۱۳۱۴لمریز کال کې په کندهار ولایت کې زېږیدلی و، چې په افغانستان کې تر لومړنیو زده کړو وروسته، د نورو دیني زده کړو تر سره کولو په هدف عراق ته ولاړ.

هغه د ۱۳۵۸کال په لومړیو کې د ایران قم ښار ته سفر وکړ او له څو نورو ملګرو سره یې د حرکت اسلامي په نوم ګوند جوړ کړ.

نوموړی چې خپله د څو کلونو لپاره د دغه ګوند مشر هم و، د ګوند له نورو غړو سره یې هغه مهال د شوري اتحاد پر ضد جګړه پیل کړه.

دغه پخوانی افغان جهادي شخصیت د ډاکټر نجیب د حکومت تر ړنګېدو او د مجاهدینو د خپل منځي جګړو تر پیلېدو وروسته پاکستان او بیا ایران ته ولاړ چې د طالبانو د نظام تر سقوط پورې په ایران کې و.

هغه د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته بېرته افغانستان ته راغی چې تر ډېره د سیاست پر ځای په دیني زده کړو، د کتابونو په لیکلو او نورو فرهنګي فعالیتونو بوخت و.

تر دا مهاله د نوموړي له ۶۰ څخه زیات کتابونه چاپ شوي دي.

دغه پخواني جهادي شخصیت په کابل کې د خاتم النبین په نوم یو فرهنګ مرکز، خاتم النبین پوهنتون او د تمدن په نوم ټلوېزیون یې هم لاره.

هغه ته د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا د اکاډمیسین نښان چې د افغانستان تر ټولو لوړي علمي نښان و ورکړل شو.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ګڼو سیاسي او جهادي مشرانو د نوموړي پر مړینې خواشیني ښودلې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني هغه د افغانستان یو ستر دیني عالم بللی او زیاته کړې ده چې هغه د شوروي اتحاد پر ضد جهاد کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي.

هغه نن سې شنبه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي.

XS
SM
MD
LG