د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې پولیسو د سړي تښتوونکو د يوې ډلې مشر وژلی


د کورنیو چارو وزارت وايي په تیرو شلو ورځو کې یې کابل کې شاوخوا ۲۵۰ تنه د بیلابیلو جرمنو په تور نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل پولیسو تیره ورځ ( غبرګولي ۲ مه) د پغمان په ولسوالۍ کې په یوه نښته کې د عنایت قچي په نوم د سړي تښتوونکو د یوې ډلې مشر د خپلو دریو ملګرو سره وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغې نښتې پرمهال یې د عنایت قچي، څلور ملګري هم نیولي دي.

دا اعلامیه وايي " عنایت قچي په لوړه کچه د مجرمانو په هغه ۱۳ کسیز لیست کې شامل وو، چې څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپور شوی وو".

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې عنایت قچي او ډله یې په سازمان شوو وژنو، وسله والو غلاو او سړي تښوونې پیښو کې لاس درلود.

تیره ورځ د پغمان په ولسوالۍ کې د پولیسو سره د جګړې پر مهال عنایت قچي او ملګرو وسله والو یې پوځي ینفورم په تن کړی وو.

کورنیو چارو وزارت وايي، پرون کله، چې دغې ډلې د کابل ښار په اومه حوزه کې یو تور هیلکس ټویټا پک اپ موټر غلا کړ، پولیسو دا ډله تر تعقیب لاندې ونیوله، چې پغمان ولسوالۍ کې د پولیسو او دغې ډلې ترمنځ نښته وشوه او په پایله کې عنایت قچي او د هغه درې ملګري ووژل شو.

کورنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي، چې په دې نښته کې پولیسو ته هم زیان رسیدلی او که نه.

د کورنیو چارو وزارت په وروستیو اونیو کې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د جنیاتکارو ډلو پر وړاندې عملیات زیات کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې یوازې په تیرو شلو ورځو کې په کابل کې ۲۴۸ تنه د بیلابیلو جرمونو ترسره کولو په تور نیولي، چې د ښاغلي رحیمي پر وینا ۱۸ تنه یې سازمان شوو جنایي ډلو سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

ښاغلي رحیمي یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د پولیسو د هڅو په پایله کې د وري د میاشتې پرتله د ثور په میاشت کې په کابل کې شل فیصده جنایي پیښې کمې پیښې شوې وې.

XS
SM
MD
LG