د لاس رسي وړ اتصالات

منیره یوسفزاده د دفاع وزارت مرستیاله ټاکل شوې


منیره یوسفزاده د پرسونل د تعلیماتو په برخه کې د دفاع وزارت د مرستیالې په توګه ټاکل شوې ده.

اغلې یوسفزاده د یکشنبې په ورځ د «غوايي پر ۲۹مه» له امریکا غږ سره مرکه کې پر یادې دندې د نوموړې ټاکل کېدل تائید کړل.

نوموړې زیاته کړه:"زه په یاده برخه کې د دفاع د وزیر مرستیاله ټاکل شوې یم، خو تر اوسه معرفي شوې نه یم او دنده مې نه ده پیل کړې."

اغلې یوسفزاده تر دې مخکې، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ویاندې، په ټولنیزو چارو د کابل مرستیالې والي او بیا په ارګ کې د دولتي چارو انسجام ریاست کې دندې تر سره کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو پر یادې دندې د نوموړي پر ټاکل کېدو په انتقادونو سره ویلي چې اغلې یوسفزاده په پوځي چارو کې د تجربې د نشتوالې له امله د یادې دندې تر سره کولو وړتیا نه‌لري.

د حمدالله همدرد په نوم د ټولنیزو رسنیو یوه کارکوونکي لیکلي:"آیا آغلې منیره یوسفزاده د تېرو دندو د اجراء کولو ظرفیت نه درلود؟ آیا منیره یوسفزاده کوم استثنايی مخلوق دی او دومره وړتیا لري‌ چې د هېواد په هیڅ بل نارینه او ښځینه کې نشته؟"

خو د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا په دې اړه د یو شمېر خلکو غبرګونونه له فرخندې سره د یو شمېر کسانو چلند ته ورته بللی دی.

مرتضوي ویلي، که منیره یوسفزاده د کوم سیاسي او جهادي مشر لور وايي په اړه به یې داسې قضاوت شوی وای؟.

هغه ویلي:"که د حسنا، جلیل، منیره یوسفزاده، رویا رحماني، ندیمه سحر، شهر زاد اکبر او عادله راز د زورمندانو، سیاسي او جهادي مشرانو لوڼې وايي په اړه به یې داسې منفي قضاوت شوی وای، که به برعکس وای."

نوموړي ویلي، چې دا مهال په بېلابېلو ادارو کې ټاکل شوو افغان مېرمنو بریالی ماموریت تر سره کړی دی. د افغانستان دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې پنځه مرستیالان لري.

XS
SM
MD
LG