د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: په سورېې نورې حملې به په نړۍ کې گډوډي پیدا کړي


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبردارې ورکړیدی چې که امریکا او متحدینو یې په سوریې نورې حملې وکړې نو دا به په نړۍ کې گډوډي پیدا کړي.

له بلې خوا امریکا په سوریې د فشار زیاتولو لپاره د سوریې په ځینو کمپنیو اقتصادي بندیزونه لگولي دي.

کریملین یوه اعلامیه خپره کړیده چې وایي د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتن د ایران د روحاني مشر حسن روحاني سره په ټیلفون د خبرو په مهال وویل چې په سوریې د امریکا او غربي هیوادونو لخوا د توغندیو د وارولو سره به د سوریې د ٧ کلنې جگړې د سیاسي حل کولو کوښښونه د ناکامۍ سره مخ شي.

اعلامیه وایي چې پوتین خبردارې ورکړې چې دغه بریدونه چې د ملگرو ملتونو د قوانینو ضد دي، که دغو ته دوام ورکړ شو نو په ټوله نړۍ کې به گډوډي پیدا شي.

له بلې خوا ملگرو ملتونو ته د امریکا سفیرې نیکې هیلي سي بي ایس ته په یوې مرکې کې وویل چې امریکا به په هغو سوریایي کمپنیو اقتصادي بندیزونه ولگوي چې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د جوړولو په لړ کې مرسته کوي.

د سوریې په حکومت تور دی چې په دوما کې یې زهرجن گاز کارولی دی. د سوریې حکومت دغه تور ردوي.

XS
SM
MD
LG