د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس ۱۰۸ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي


په افغانستان کې د کروناویروس له امله تر اوسه ۱۲۹۸ تنه مړه شوي
په افغانستان کې د کروناویروس له امله تر اوسه ۱۲۹۸ تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۷۵۳ مشکوکو پېښو له شمېرې ۱۰۸ یې مثبتې تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري د پنجشنبې په ورځ اګست شپږمه (زمري ۱۶) امریکا غږ ته وویل د کروناویروس مجموعي شمیر چې په رسمي ډول ثبت شوي دې ۳۶زره او ۹۳۷ ته رسېږي.

اغلې جعفري زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې څلور تنه د کروناویروس د ناروغۍ له امله مړه شوي او ۹۸ تنه بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د شمیرو په اساس د کروناویروس له امله د ټولو مړه شویو ناروغانو مجموعي شمیره ۱۲۹۸ تنو ته رسېږي.

د دغه وزارت رسمي شمیرې ښيي چې کابو ۲۶زره ناروغان بېرته ښه شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت د سروې له مخې چې د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون په همکارۍ ترسره شوې ده په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي دي چې د دغه هېواد د ټول نفوس ۳۱.۵سلنه جوړوي.

دا سروې ښيي چې په کروناویروس د اخته شویو کسانو له شمېرې ۳۱سلنه یې ښځې او ۴۲سلنه یې ماشومان دي.

د روغتیا وزارت ویلي چې څه باندې ۷۰سلنه ناروغان بېرته ښه شوي دي.

د کروناویروس ناروغۍ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپره شوه او په چټکۍ سره د نړۍ په کچه په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې اګست شپږمه (زمري ۱۶) د نړۍ په کچه ۱۸ میلیونه او ۸۱۵ تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې ۷۰۷زره تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG