د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې شاوخوا ۴٠٠ ژبې د نابودۍ له خطر سره مخامخ دي


د هند د ٧٨٠ ژبو نه ٢٢ ژبي رسمي دي

کارپوهان وایي د هند د ٧٨٠ ژبو نه نیمایي ژبې ښایي په راتلونکو ٥٠ کلونو کې له منځه ولاړې شي.

د هند ١،٣ میلیارده وگړي په ٧٨٠ مختلفو ژبو خبرې کوي او په دې هیواد کې ٢٢ ژبي رسمي ژبې گڼل شوي دي.

د هند د وگړو د ژبو سروی په خپله یوه وروستنۍ نظرپوښتنه کې ویلي دي چې په راتلونکو پنځوس کلونو کې ددې هیواد لږ تر لږه ۴٠٠ ژبې د نابودیدو له گواښ سره مخامخ دي.

ددې ادارې رئیس جي ان ډیوي وایي "هر ځل چې یوه ژبه له منځه ځي، د مکاتبې کلتور مري". هغه زیاتوي چې په تیرو پنځه لسیزو کې ددې هیواد ٢٥٠ محلي ژبې له منځه تللي دي.

د هند د وگړو د ژبو د سروی پوهان او ښوونکي د هیواد د فرهنگي میراث او کلتوري تنوع د ساتنې په خاطر د هند سیمه ییزې ژبې ثبتوي.

تر ټولو زیات څنډې ته شوې قبایلي ټولنې له خطر سره مخامخ دي چې ماشومان یې زده کړې نه کوي او یا هم که ښوونځي ته ځي نو د هند د ٢٢ رسمي ژبو نه په یوې ژبې زده کړې کوي.

سیاسي روان پوه اشیز ناندي وایي "د مایتیلي ژبه چې د بیهار په ایالت کې پرې خلک خبرې کوي لږ تر لږه ١٠٠٠ کلنه ده". هغه وي داسې نورې ژبې هم شته چې په مشکله ژوندۍ پاته دي خو خلک ورسره په مشکله په تماس کې کیږي.

د هند د ژبو د څیړنې ادارې رئیس وایي دا اداره به یوه پروژه پیل کړي چې د نړۍ شاوخوا ٦٠٠٠ ژوندۍ ژبې ثبت کړي. ټاکل شوې چې دغه پروژه به په ٢٠١٥ کې خپل رپوټ خپور کړي.

XS
SM
MD
LG