د لاس رسي وړ اتصالات

د آسترالیا په اورونو کې یو میلیارد څاروي مړه او ټپیان شوي


د اور وژنې کارکونکی د یوه څاروي د ژغورلو په حال کې
د اور وژنې کارکونکی د یوه څاروي د ژغورلو په حال کې

د آسترالیا په جنوب ختیځ کې چارواکو له خلکو غوښتي چې خپل کورونه پریږدي، ځکه د روانې اونۍ په پای کې د ګرمۍ او شدید باد پیلیدو له کبله د پراخې اور لګیدنې اټکل شوی دی.

دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې د آسترالیا د سیدني پوهنتون د ایکولوژۍ برخې چارواکي وايي د آسترالیا په اورلګیدنو کې یو میلیارد څاروي مړه او ټپيان شوي دي.

په ویکټوریا او نیو سوت ویلیز ایالتونو کې د تودوښې درجې لوړیدو چارواکي دې ته اړ کړل د ناورین اعلامیه چې تیره اونۍ خپره شوې وه، دوه ورځې نوره هم تمدید کړي.

په نیو سوت ویلیز ایالت کې بیړنی حالت اعلان شوی او راپورونه وايي چې د تودوښې درجه به له څلویښتو واوړي.

ساینسپوهان وايي په دې کې شک نشته چې سږکال د هوا حالاتو کې تغیراتو، له ویجاړیدونکي اور سره مرسته کړې ده.

د آسترالیا صدراعظم سکات موریسن له یو شمیر خلکو، سوداګرو او بزګرانو سره چې زیانمن شوېدي، د یو اعشاریه څلور میلیارد ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د آسترالیا په ویکټوریا او نیو سوت ویلز کې په وروستیو اورلګیدنو کې په میلیونونو هکټاره ځمکه سوځیدلې، اوه ویشت کسان مړه شوې او په میلیونو څاروي له منځه تللې دي.

د بیمې د برخې چارواکي وايي چې د څلور سوه او پنځه اتیا میلیون ډالرو په ارزښت مالي زیان اوښتی دی، او کیدای شي د خسارې اندازه نوره هم لوړه شی.

که څه هم د آسترالیا په ختیځ کې په یو شمیر سیمو کې هوا سړه شوې او باران وریږي، خو په نورو ګڼو سمیو کې اورونه بل دی.

دوه زره او نولسم کال په استرالیا کې تر ټولو تود کال بلل شوی چې د تودوښې درجه د سانتي ګریډ په کچه څه باندې ۴۱ ته رسیدلې ده.

XS
SM
MD
LG