د لاس رسي وړ اتصالات

یونسیف:نن د کال په لومړي ورځ له ۳۲۰۰ زیات افغان ماشومان نړۍ ته سترګې غړوي


افغانستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې د نفوس د ودې کچه په کې ډیره لوړه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې "یونسیف" د اټکل له مخې به نن د سې شنبې په ورځ، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال لومړۍ ورځ ده، په افغانستان کې ۳۲۲۷ ماشومان نړۍ ته سترګې پرانیزي.

یونسیف" ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا شمېر افغان ماشومان د شاوخوا څلور سوو زرو ماشومانو په ډله کې شامل دي، چې د نوي ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړۍ ورځ نړۍ ته سترګې غړوي.

د " یونسیف"د اټکل له‌مخې افغانستان د جنوبي اسیا په هېوادونو کې څلورم هیواد دېی چې په زیات شمېر ماشومان د سې شنبې په ورځ په کې نړۍ ته سترګې غړوي.

هندوستان کې دا شمېر اویا زرو تنو ته رسیږي، چې د جنوبي اسیا د هیوادونو د لیست په سر کې ځای لري.

په افغانستان کې د " یونسیف" د ادارې مرستیال ستیفانو ساوي ویلي" د نوي کال په دې ورځ، راځئ، چې ټول پریکړه وکړو، چې د هر ماشوم هر حق پوره کړو".

"یونسیف" د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ورځ د نوو زیږیدونکو ماشومانو دا شمیرنې په داسې حال کې خپرې کړي، چې دغې ادارې، ویلي، چې په نړۍ کې نن ۲.۵ میلیونه ماشومان به د زیږیدلو په لومړۍ ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړي.

"یونسیف" وایي، له وخت وړاندې زیږون، د زیږون پر مهال ستونزې د نوو زیږیدلو ماشومانو د مړینې سبب ګرځي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ادارې " یونسیف" او د افغان حکومت د راپور له‌مخې په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې د هڅو سره سره په دغه هیواد کې اوس هم د زیږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه خورا لوړه ده.

په افغانستان کې اوس مهال د پنځه کالو څخه د ښکته عمر په هرو زرو ماشومانو کې ۵۵ تنه یې د پنځه کلنۍ عمر ته د رسیدلو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په ۲۰۰۱ میلادي کال کې دا شمیر ۱۹۲ تنه وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، پر کومو ناروغیو، چې افغان ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي، تر ډیره د علاج وړ دي.

د ناروغیو د ستونزو سربیره خوار زواکي هم د افغان ماشومانو ژوند ګواښوي.

د " یونسیف" د راپور له مخې په نړۍ کې د نورو هیوادونو پرتله ترټولو زیات افغان ماشومان د خوار زواکۍ د ستونزې څخه کړېږي.

د دغو شمېرنو له‌مخې ۴۱ فیصده د پنځه کلونو څخه د ښکته عمر افغان ماشومان د خوار زواکۍ له ستونزې سره مخ دي.

په افغانستان کې روانې وچکالۍ هم د افغان ماشومانو پر ژوند ناوړه اغیزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له‌مخې د شاوخوا درې میلیونو افغانانو څخه، چې وچکالۍ پرې اغیز کړی، ۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي.

همداشان افغانستان د نړۍ په دریو هېوادونو کې شامل دی، چې د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ لا هم د دغه هیواد د ماشومانو ژوند ګواښوي.

XS
SM
MD
LG