د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د امریکایي پوځیانو په روزنیزې اډې د هاوان برید


په بغداد کې د امریکایي پوځیانو روزنیزه اډه

د عراق پوځ وایي د بغداد په شمال کې په یوې پوځي اډې چې امریکایي پوځیان په کې عراقي سرتیري روزي د هاوان مرمیو برید شوی دی.

یو عراقي جنرال وویل چې د شنبې په ورځ (غبرگولي ٢٥) د سهار په لومړیو شیبو کې پدغې اډې د هاوان درې مرمۍ لگیدلي دي. هغه وویل دغه برید د یوې خفیفې اورلگیدنې سبب شوی او کوم تلفات یې نه درلودل.

تر اوسه ددغه برید مسولیت هیڅ کومې ډلې ندی منلی.

تیره میاشت هم یو راکټ په بغداد کې د امریکا د سفارت نه لږ وړاندې لگیدلی و. هغې برید هم مرگ ژوبله نه ددرلودله.

امریکا اوسمهال په عراق کې ۵۰۰۰ سرتیري لري او پدې وروستیو میاشتو کې په عراق کې د یاغي ډلو د فعالیت په خاطر چې ویل کېږي د ایران له لورې یې ملاتړ کیږي اندیښنه څرگنده کړې ده.

د ایران او امریکا ترمنځ وروستی کړکیچ سخت شوی او امریکا د "ایران د گواښونو" د مقابلې لپاره په سیمه کې خپل پوځي شتون پراخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG