د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو په یوه هوایي ډګر کې په چاودنې کې 35 کسان مړه شویدي


د مسکو په یوه هوایي ډګر کې په چاودنې کې 35 کسان مړه شویدي
د مسکو په یوه هوایي ډګر کې په چاودنې کې 35 کسان مړه شویدي

دمسکو په نړیوال هوایي ډګر کې چې ډیره ګڼه ګوڼه پکی وه، چاودنه شویده . ماموران وائې،پدې چاودنې کې پنځه دیرش تنه وژل شوی او ١۴٥ تنه زخمیان شویدی.

په روسیه کې چارواکو وویل د ځانمرګی موټر دغه چاودنه دومره زوره وره چې قوت ئې د اوو کیلوګرامه TNT سره برابر و. سرګی لافوچکین چې په تالار کې دخپل ملګری انتظار ایسته چې له کیوبانه راته، دچاودنی اواز واورید:

ده وویل، یو دروند اواز ئې واوریده ، وی لیدل چې له چت نه خاورې خزلې راتویږی، خلکو زیات فریاد کاوه او وی لیدل چې خلک په تیښته کې دي.

دبریتانی دهوائې چلند یو تن چارواکی مارک ګرین چې هوائې میدان ته نوی رارسیدلی وه، د BBC تلویزن ته وویل، له چاودنی نه وروسته جوپه جوپه خلک له ترمینل نه را وتل او ځینی ئې په وینو لت پت وو. دروسېې خبری اژانسونو رپوټ ورکړیدی چې په مړو کې دبریتانی یو تبعه او یوشمیر نور خارجیان هم وو.

داسی ښکاری چې دغه چاودنه په هغه سیمه کی شویده چې خلک خپلو مسافرینو ته انتظار اوباسی چې له تالاشۍ نه را اووځی. د ډومیډی فو هوائې میدان ته دمسکو دهوائې ټرافیک نیمائې همدی میدان ته راځی. دغه هوائې میدان ته داته څلویښتو هوائې شرکتونو الوتکی الوتنی کوی او دنړۍ د ٢۴٣ ښارونو نه ورته پروازونه کیږی.

جمهوررئیس میډ ویډیف مامورانو ته وویل، دا یوه ترورستی حمله وه. د هغه وینا په ملی سطحه په تلویزن کې خپره شوه. میویدیف مقاماتوته امر وکړ چې په مسکوکې په دوه نورو ملکی هوائې میدانونو کې اوپه نورو مهمو ټرانسپورټی مرکزونو کې سمدستی امنیت ټینګ کړی.

دتیرو څوارلسو میاشتو په موده کې ترورستانو دمسکو ټرانسپورټیشن سستم هدف ګرځولی چې دری ترورستی حملی شوی او پدی کې سل تنه وژل شوی وو. ددوه زره نهم کال دنومبر په میاشت کې یوې بمی چاودنی چټک اورګاړی چې سینټ پیټرس برګ ته روان و، له پټلی نه واړاوه او اته ویشت تنه پکی ووژل شول. دتیر مارچ په میاشت کې د داغستان دو ځانمرګو دمسکو په دواورګاړو کې چې له ځمکی لاندی چلیږی، دوه بمی چاودنی کړی وی او څلویښت تنه پکی وژل شوی وو. ددغو دواړو حملو مسؤلیت افراطی مسلمانانو په غاړه اخیستی و.

دروسېې مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې پولیس دنننی حملې په ارتباط چې دمسکو په بین المللی هوائې میدان کې وشوه ، ددرو مشکوکو کسانو پسی ګرزی چې دشمالی قفقاز پوری اړه لری. دتحقیقاتو دکمیټی نطاق ولادیمیر مارکین وائې، ماهران کوښښ کوی چې د مشکوک بم اچونکی هویت معلوم کړی.

XS
SM
MD
LG