د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ولایت کې د موټرسیکل پر چلولو بندیز ولګول شو


عکس(ارشیف)

د کابل پولیس وايي چې په کابل ښار او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د موټرسیکل پر چلولو باندې بندیز لګېدلی دی.

د کابل د پولیس ویاند فردوس فرامرز نن دوشنبه جون ۲۸ (چنګاښ اوومه) وویل چې دغه بندیز د پولیسو تر بلې خبرتیا پورې د عملي کېدو وړ دی.

ښاغلي فرامرز زیاته کړه "له ټو لو وطن والو غوښتنه کوو چې له هغو ستونزو چې پېښ شوي‌ دي د امنیتي ځواکونو سره په دې برخې همکاري وکړي."

ټول اسناد لروونکي او له اسناد پرته موټر سیکیلونه په دغه بندیز کې شامل دي.
ټول اسناد لروونکي او له اسناد پرته موټر سیکیلونه په دغه بندیز کې شامل دي.

د کابل پولیس نه وايي چې دغه پرېکړه یې د څه لپاره کړې ده خو له دې مخکې هم داسې پرېکړې د امینتي پېښو د‌ کمېدو لپاره شوي‌ دي.

ټول اسناد لروونکي او له اسنادو پرته موټر سیکلونه په دغه بندیز کې شامل دي.

د کابل پولیس خبرداری ورکړی چې له سر غړونکو به قانوني چلند وشي.

په تېرو میاشتو کې د افغانستان پلازمېنه کابل ښار کې غلچکي بریدونه او د چسپکي ماینونو چاودنې ډېرې شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه کړنې د موټرسیکل په واسطه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG