د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د خپل مشر ملا عمر مړینه ردوي


طالبان د خپل مشر ملا عمر مړینه ردوي
طالبان د خپل مشر ملا عمر مړینه ردوي

طالبان وايي هغه کمپېوټري پېغام جعلي دی چې وايي ملاعمر مړ شوی دی.

د طالبانو ویاند د چارشنبې په ورځ وویل دا پیغام هغه وخت لیږل شویدی چې د دوی په تیلیفون او ویب پاڼه کې لاسوهنه شوېده. طالبان ددغه کار پړه د امریکا پر استخباراتي ادارو باندې ور اچوي.

رپوټ وايي چې د ملا عمر د مرګ په اړه مخکې هم رپوټونه ورکړل شویدي؛ په دې کې د سږ کال د مارچ په مېاشت کې د افغانستان یوه خبري چېنل رپوټ ورکړ چې ملاعمر د پاکستان د استخباراتو د ادارې له خوا وژل شوی دی.

خبري رسنۍ وايي چې د ملاعمر په سر باندې امریکا لس ملیونه ډالره انعام ایښی دی. ملاعمر، د ۱۹۹۰ په لسیزه کې د افغانستان مشر و او ښه کلک اسلامي رژیم ېې په دغه وخت کې تاسیس کړ. خو په دغه رژیم کې نجونې ښوونځي ته نشوای تللی.

پر دې سر بېره په افغانستان کې د چارشنبی په ورځ چارواکیو وویل چې افراطي پولیسانو په کندهار ولایت کې په یوه برید کې درې نور پولیسان د ټوپکو په ډزو کې ووژل. په دې کې د ولسوالۍ د پولیسو د امنیه قوماندان هم شامل دی.

رپوټ وايي په همدغه برید کې دوه یاغیان هم ووژل شول.

په مزار شریف کې یو بم چې پر یوه بایسیکل باندې تړل شوی و، وچول شو؛ لږ تر لږه درې ملکیان یې ووژل. په دې کې یوماشوم هم شامل و. په همدغه چاودنه کې لږ تر لږه لس تنه زخمي شویدي.

XS
SM
MD
LG