د لاس رسي وړ اتصالات

مایک مولن: امریکا د پاکستان او هند سره خپله پوځي همکاري همزمانه پراخوي


د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړی چارواکی پرون د پنجشنبې په ورځ هندوستان ته ولاړ او تمه کیږي چې د هند د چارواکو سره به د دواړو ملکونو تر منځ د زیاتیدونکي دفاعي اړیکو تر څنګ د پاکستان سره د هند په اړیکو او همدارنګه د افغانستان د وضعې په اړه هم خبرې وکړي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن وایي چې پدغه ملاقات کې به کوم ستر پوځي تړون او یا هم د تمرینونو د اجرا کولو په اړه کومه موافقه ونشي. مایک مولن وایي د دغه سفر هدف یې د هند د لوی درستیزانو د کمیټې د نوي مشر د هوایي قواوو ستر جنرال پردیپ واسانات نایک سره آشنا کیدل او د دواړو هیوادونو تر منځ د دفاعي اړیکو پراخول دي.

" هندوستان د سیمې پر اساس او همدارنګه په نړیواله کچه یو مهم هیواد دی، د هند سره زمونږ اړیکې د تیرو دوه لسیزو راپدیخوا په بې ساري ډول پرمختللي دي. زما په اند دا یو ښه پرمختګ دی او باید چې دغو اړیکو ته ادامه ورکړو. "

مایک مولن وړاندې وایي پدې خبرې سخت خوښ دی چې هندوستان دیته غاړه ایښې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو سره به په سختو پوځي تطبیقاتو کې برخه اخلي. هغه همدارنګه یادونه وکړه چې د امریکا متحده ایالت د هند او پاکستان سره چې د زیاتې مودې راپدیخوا په سیمې کې یو د بل سیالان ګڼل کیږي، په یوه وخت کې خپلې پوځې اړیکې پراخوي. مایک مولن به د همدې اونۍ په پای کې پاکستان ته هم سفر وکړي.

" دا چې مونږ د هند او پاکستان د پوځ سره زیات سر او کار لرو نو د هغوي په اړه مو زیات معلومات تر لاسه کړیدي، پدې هم پوهیږو چې هغوي زمونږ د اړیکو په اړه څه اندیښنې لري او همدارنګه د دغو داړو هیوادونو د اړیکو په اړه هم کافي مالومات لرو. خو زمونږ په اړیکو سره زه فکر نکوم چې مونږ به د یو دریمګړي موقف ولرو. "

د امریکا د انډیانا د ایالات په یوه پوهنتون کې د هندوستان د مطالعاتو د مرکز رییس پروفیسر سومیت ګنګولي وایي د هند سره د امریکا د اړیکو د پراخوالي لپاره زیات ښه دلایل شته دي او دغه اړیکې باید چې د امریکا او پاکستان تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو پورې ونه تړل شي.

" د هند او پاکستان سره اړیکې لرل توپیر لري، مونږ نشو کولی چې د هند او پاکستان تر منځ د اړیکو په اړه د امریکا د پالیسۍ په نظر کې نیولو سره خبرې وکړو. دا به پر ځای کار وي چې د هغه هیواد سره په ګډه کار وکړل شي چې د نړې په زیاتو څانګو کې یې لا د مخه ښه پرمختګ کړیدی او ښه نفوذ لري. د هندوستان سره باید په رویه کې پدې خاطر څه بدلون رانشي چې دغه هیواد د پاکستان سره نږدې پروت دی. "

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي آسیا د هیوادنو د څانګې پخوانی رییس والټر انډرسن چې اوس د واشنګټن ډي سي د جان هاپکنز په پوهنتون کې د جنوبي آسیا د مطالعاتو د مرکز رییس دی وایي چې د پاکستان او امریکا تر منځ د پوځي اړیکو پراخیدو هند په شک کې اچولی دی.

" دا به د هندوستان لپاره په زړه پورې وي که چیرته امریکا په پاکستان باندې د هغو تروریستي ډلو او ټولنو له وجې فشار راولي چې مرکزونه یې په همدغه ملک کې دي. هندوستان دا ټول کارونه ویني چې امریکا د پاکستان سره زیاتې پوځي مرستې کوي، پدغه هیواد باندې زیات فشار نه اچوي چې په شمالي وزیرستان باندې حمله وکړي او همدارنګه د حقانې په شبکې او یا پدغه ملک کې په نورو تروریستي ډلو باندې حملې وکړي. داسې ښکاري چې پاکستان د دغو ډلو سره حتې مرستې کوي. "

ښاغلی انډرسن په پای کې وایي چې هندوستان د جمهور رییس اوباما هغه پلان هم یو څه اندیښمن کړیدی چې غواړي د راتلونکي میلادي کال په نیمایي کې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شیمر کم کاندي. خو رپوټ وایي ښایي چې د لوی درستیزانو د کمیټې مشر مایک مولن به هندوستاني چارواکو ته دا ډاډ ورکړي چې د عسکرو کمول به په تدریجي ډول وي او بله دا چې امریکایي قواوې به په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټنګولو لپاره د څو نورو کالونو پورې هم هلته پاتې شي.

مایک مولن وایي که څه هم چې پاکستان او هندوستان د افغانستان په پالیسې کې زیات اختلافات لري خو له بلې خوا په لوړه کچه د دغو دواړو هیوادونو دا په ګټه ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.

دا چې دغه هیوادونه به په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره څه کوي، او دغه هدف به څنګه تر لاسه کیږي، دا د مایک مولن د سفر یوه مهمه اجنډا ده چې د پاکستان او هندوستان د چارواکو سره به پرې خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG