د لاس رسي وړ اتصالات

د تکزاس د سانتافي په ښونځي بریدگر څوک دی؟


١٧ کلن دیمیتریوس پابورتیس چې د سانتافي په ښوونځي باندې په برید تورن دی

د امریکا د متحده ایالاتو د تکزاس ایالت مقاماتو یو ١٧ کلن زده کوونکی ددې ایالت په یو لیسه ښوونځي باندې په وسله وال برید کې د ١٠ تنو په وژلو تورن او نیولی دی.

دیمیتریوس پابورتیس، چې پخپله هم زده کوونکی دی د تکزاس ایالت په سانتافي لیسې باندې د جمعې د ورځې په وسله وال برید کولو تورن شوی دی.

د تکزاس والي گِریک آبوت، ویلي دي چې پولیسو ددغه تورن شخص په کور کې چاودیدونکي توکي موندلي دي.

ښاغلي آبوت وویل تورن شخص اوس د قتل په تور په توقیف کې دی او دغه ١٧ کلن ځوان غوښتل په سانتافي لیسې باندې له ډزو وروسته ځان هم ووژني، خو له نیولو وروسته یې پولیسو ته ویلي چې د ځان وژنې جرات یې ونه شو کړای.

د تکزاس والي وایي د جمعې د ورځې پدغه وژونکي برید کې له دوو ټوپکو نه استفاده شوې ده او د تورن شخص پلار ددغو دواړو ټوپکونو ماک دی. خو دا څرگنده نده چې آیا د تورن شخص پلار پوهیده چې زوی یې وسلې له ځانه سره وړي او که نه.

د تکزاس ایالت په سانتافي باندې په برید کې ١٠ تنه وژل شوي دي
د تکزاس ایالت په سانتافي باندې په برید کې ١٠ تنه وژل شوي دي

لومړني معلومات

د امریکا د متحده ایالاتو د تکزاس ایالت مقامات وایي د یو وسله وال شخص له لورې په یو لیسه ښوونځي باندې په ډزو کې څو تنه وژل شوي او ټپي شوي دي.

د سي ان ان تلویزیوني شبکې د محلي مقاماتو له خولې ویلي چې په دې برید کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

محلي رسنیو رپوټ ورکړی چې بریدگر پولیسو نیولی او په توقیف کې دی.

د تکزاس ایالت په سانتافي ښوونځي باندې وسله وال برید پداسې حال کې کیږي چې په متحده ایالاتو کې د څو میاشتو راهیسې د وسلې په کنترول باندې جدي بحثونه روان دي.

د وسلو د کنترول په اړه په امریکا کې دغه بحېونه په داسې حال کې کیږي چې په تیرو دریو کلونو کې وسله والو کسانو پر ښوونځیو، کنسرتونو او شنیو کلپونو ډزې کړي او په سلگونو کسان یې وژلي او ټپي کړي دي.

په یو وروستي برید کې چې د فلوریدا ایالت پر یو لیسه ښوونځي وشو ١٧ تنه زده کوونکي په کې ووژل شول او څه دپاسه ١٠ تنه نور ټپیان شول.

تر اوسه ددغې حملې انگیزه نده څرگنده شوی.

له دې برید دمخه د ٢٠١٧ کال د اکتبر په اومړی نیټه یو وسله وال شخص په لاس ویگاس کې پر یو کنسرت باندې ډزې وکړې او ٥٨ کسه یې ووژل.

همداشان د ٢٠١٦ کال په جون کې په یو شپني کلوب باندې په ډزو کې ۴۹ تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG