د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او امریکا تر منځ د جګړې خیال ملنډې دي، مشرف


د پاکستان او امریکا تر منځ د جګړې خیال ملنډې دي، مشرف
د پاکستان او امریکا تر منځ د جګړې خیال ملنډې دي، مشرف

د پاکستان پخوانی جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف دامرېکا غږ اردو څانګی ته په ېوه مرکه کې ووېل دغه راز خبری دپاکستان اوافغانستان دواړو لپاره زېانمنی دی.

دتېرې شنبی په ورځ داکتوبر دمېاشتی په 23 مه دافغانستان جمهوررئېس حامدکرزی د پاکستان د جېو تلوېزېون سره په مرکه کې ووېل چې که چېرې د پاکستان اوامرېکا ترمنځ نظامی شخړه پېښه شی نو افغانستان به د پاکستان ملاتړ وکړی.

ښاغلي کرزی په دغه مرکه کې ووېل : " خدای مکړه که چېرې د پاکستان او امرېکا ترمنځ جګړه وشی نو افغانستان به د پاکستان سره ودرېږی. که چېرې پر پاکستان حمله وشی او د پاکستان خلک دافغانستان مرستی ته ضرورت ولری نو افغانستان به هلته له دوی سره وی. "

د جمهوری رېاست وېاند په دې برخه کې د خپلو غربی انډېوالو هېوادونو ته ددې خبری په وضاحت اوسپېناوی لګېادی خو له بلی خوانه دپاکستان پخوانی نظامی جمهوررئېس پروېز مشرف د جمهوررئېس حآمدکرزی مننه کړېده.

جمهوررئېس پروزېر مشرف ووېل :

" ترهرڅه دمخه زه د جمهوررئېس کرزي مننه کوم چی داول ځل لپاره ېې د پاکستان په طرفدارئ ېوه خبره کړېده چی دی به زموږ طرف ته وي. "

خو ددی ترڅنګ د دپاکستان پخوانی نظامی جمهوررئېس پروېز مشرف دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزي ته ېوه مشوره هم ورکړېده.

پروېز مشرف وايي :

" داسی خېالونه ماته ډېر عجېب ښکاری او ډېر د ملنډو ښکاري. دامرېکا او پاکستان جنګ به د څه لپاره کېږی، زما په خېال به هېڅکله هم ونه شي. داسی فکر کول چې دپاکستان او امرېکا د متحده اېالاتو به جنګ وی او افغانستان به زموږ په لوری وی. داسی افکار ماته ډېر عجېب ښکاری او ډېر غېر معقول راته ښکاری."

دامرېکا او پاکستان ترمنځ له څومېاشتو راهېسی اړېکی ترېنګلی دی. په خبری رسنېو کې دا اټکلونه کېږی چې امرېکا به په شمالی وزېرستان کې ېو طرفه عملېات کولی شی. نو دپاکستان په رسنېو کې داپوښتنه څو څو ځلې شوېده چې په داسی حآل کې به د پاکستان ځواب څه وي.

د پاکستان پخوانی جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف دامرېکا غږ اردو څانګی ته په ېوه مرکه کې ووېل دغه راز خبری دپاکستان اوافغانستان دواړو لپاره زېانمنی دی.

" زما مشوره کرزي صېب ته داد ه چې دی دې په دې باندی په بشپړه توګه تمرکز وکړی چې افغانستان ته سېاسی ثبات راولی. دالقاعده او طآلبانو په ماتولو باندی فکر وکړی. همدغه راز خبری دی وکړي. اوزما په خېال دې دی خپل خېالونه هغه طرف ته نه بېايی چې امکانات به ېې دافغانستان او پاکستان دواړو لپاره فاجعه امېز وي چی موږ دواړه به ېوځای دامرېکا له متحده اېالاتو سره جګړه وکړو. "

کرزی په دغه مرکه کې ووېل چې د پاکستان او امرېکا ترمنځه داړکو ترېخوالی د افغانستان پر سلوک باندی د پاکستان په مقابل کې هېڅ اغېزه نلری.

د روېټرز رپوټ لېکی چی افغانان له ډېر پخواراهېسی د پاکستان په نېت شکمن دی چې دوی به افغانستان ته سوله راولی که نه . ښاغلی کرزی دغه اندېښنه په خپلو خبرو کې څرګنده کړله. "... لطفا وروره ! هغه ټولی لاری چاری بندی کړه چې موږ ته تاوان رارسوی او اوس تاسی ته هم تاوان دررسوی. راځئ چې دېوې بلی کړنلاری له مخی له ېوبل سره مذاکرات وکړو. داسی کړنلاره چې دهغی له مخی دواړه ورونه د ېوې سوله ئېزی اېنده او همکاری په لورپرمختګ کولی شی.

دا اول ځل ندی چې دافغانستان جمهوررئېس دې داسی خبره کړی وي چې په نړېواله کچه ېې جنجال راپورته کړی وی. ېوېوشمېر تحېل کوونکی وايی چې ددې خبری قوی امکان شته دی چې د پاکستان خلاف په مسلسل ډول د ېوڅوسختو خبرو اوبېانېو نه وروسته هغه اوس کو شش کوی چې حالات بېرته ښه کړي. له بل پلوه د جنوبی اسېا ېوشمېر تحلېل کوونکی وايی چې دپاکستان او امرېکا د وسله والو پوځونو ترمنځ دتصادم امکان له نشت سره برابر دی.

دروېټرز خبری اژانس لېکی چې د سولی د شوری دپخوانی رئېېس برهان الدېن ربانی له وژل کېدلو نه وروسته ښاغلی کرزی وېلی وو چې دی به نور هغه هڅی پرېږدی چې له طالبانو سره سوله وکړی. ددی په ځای به دی نور نېغ په نېغه له پاکستان سره مذاکرات وکړی. هغه وېلی وو چې د پاکستان اردو او نظآمی استخبارات پرافرآطېانو باندی اغېزه کولی شی چې د سولی خبرو ته ېې چمتوکړی

XS
SM
MD
LG