د لاس رسي وړ اتصالات

د اخوان المسلمین روحاني مشر القرضاوي مړ شو  

یوسف القرضاوي
یوسف القرضاوي

پېژندل شوی سني عالم یوسف القرضاوي چې د مصر د اخوان المسلمین غورځنګ روحاني مشر هم بلل کېده، د ۹۶ کلونو په عمر ومړ.

د القرضاوي رسمي ټوېټر د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې ۴) د دغه مصري عالم د مړینې د علت په اړه له جزئیاتو ورکولو پرته لیکلي: «امام یوسف القرضاوي د اسلام تبلیغ او د اسلامي ټولنې دفاع ته د خپل ژوند د وقف کولو وروسته ومړ."

القرضاوي د خپل ژوند په اوږدو کې د اخوان المسلمین سره د تړاو له امله څو ځله زنداني شو. بیا قطر په ۱۹۶۱ کال کې القرضاوي ته تابعیت ورکړ او له هغه وخت راهیسې هغه په قطر کې اوسیده.

د مصر د اخوان المسلمین غورځنګ چې په ۱۹۲۸ کال کې تاسیس شوی و، د شلمې پیړۍ په نیمایي کې نه یوازې په مصر کې بلکې د سیمې په یو شمیر هیوادونو کې د حکومت د عمده مخالف غورځنګ په توګه خپل دریځ ټینګ کړ.

په ۲۰۱۳ کال کې قاهرې اخوان المسلمین د «ترهګر» سازمان په توګه په تور لیست کې واچاوه او له هغه وخت راهیسې یې د دغه غورځنګ زرګونه غړي او ملاتړي زنداني کړي او لسګونه نور یې اعدام کړي دي.

د القرضاوي لور اولا هم په مصر کې له اخوان المسلمین سره د تړاو له امله په څلور نیم کاله بند محکومه شوې وه. نوموړی تېر کال له زندانه خوشې شوه، خو لا هم له ورته تورونو سره مخ ده.

القرضاوي یو وخت د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادیې مشري کوله، چې د سني عالمانو یوه ډله ده.

هغه د اسلام آنلاین ویب پاڼه هم جوړه کړه، چې هغه کې مسلمانانو ته د مینې څخه تر جنسي مسایلو پورې مسایل او همداشان د لمانځه او عبادت د څرنګوالي په اړه هر ډول معلومات وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG