د لاس رسي وړ اتصالات

ارډرن: ماته معلومه نه وه چې د ملي ماتم استازیتوب به کوم


د نیوزیلنډ صدراعظمې غوښتنه وکړه چې بریدگر ته شهرت مه ورکوئ.
د نیوزیلنډ صدراعظمې غوښتنه وکړه چې بریدگر ته شهرت مه ورکوئ.

د نیوزیلنډ صدراعظمې جیسنډا ارډن د سې شنبې په ورځ (د مارچ ١٩) وویل چې تر ټولو تیارو ورځو کې هیواد یې د غمجنو مسلمانانو تر شا ولاړ دی.

په داسې حال کې چې د نیوزیلنډ د کرایسټچرچ په دوه جوماتونو کې د وژل شویو کسانو د جنازې لومړيو مراسمو لپاره تیاری نیول شوی میرمن ارډرن په پارلمان کې د عزادارۍ وینا وکړه.

د نیوزیلنډ صدراعظمې وویل د بریدگر د نوم د اخیستو په ځای به د هغو کسانو نومونه واخلي چې خپل ژوند یې په خطر کې واچوو او نور خلک یې وژغورل.

ارډن وویل، ۷۱ کلن محمد داود نبي په النور جومات بریدگر ته دروازه خلاصه کړه او ورته یې وویل "پخیر راغلې وروره" هم دغه د هغه د ژوند اخري الفاظ وو.

ارډن وویل، محمد نبي ته نه وه معلومه چې د دروازې تر شا کوم نفرت موجود دی خو د هغه هر کلې ډېر څه ښکاره کوي.

د نیوزیلنډ صدراعظمه جسیندا اردرن نن سېې شنبې د هیواد په پارلمان کې د عزادارۍ په وینا کې د هغه وسلوال بریدگر په وړاندې د عبادت کوونکو زړورتیا او جرئت وستایو چې تیره جمعه یې په دوو جوماتونو کې ۵۰ تنه لمونځ کوونکي ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

ارډرن زیاته کړه "پاکستاني الاصله نعیم رشید وروسته له هغه ووژل شو چې په ترهگر برید یې وکړ او هڅه یې کوله چې وسله ورنه واخلي. هغه د نورو عبادت کوونکو د ژوند ژغورلو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ. افغان الاصله عبدالعزیز د وسلوال ترهگر سره مقابله وکړه. هغه خپل ژوند په خطر کې واچوو خو بې له شکه چې د ډیرو نورو ژوند یې وژغورو."

اسټرلیايي الاصه ۲۸ کلن برینټن ټارانټ د نیوزيلنډ د مارچ پر ۱۵مه د ورځې بریدونو مشکوک کس دی چې د مارچ پر۱۶مه محاکمې او د یوه تن پر وژنه تورن شو.

ټارانټ به د اپریل پر پنځمه محکمې ته وړاندې کېږي. پولیس وايي ټارانټ ښايي پر نورو وژنو هم تورن شي.

صدراعظمه ارډن وویل، د وژل شویو کورنیو ته به انصاف ورکول کېږي او زیاته یې کړه.

"د مشکوک بریدګر نوم اخیستل نه غواړي، ښايي بریدکوونکي په یوه بد کار کولو سره شهرت تر لاسه کول غوښتل خو نیوزیلنډ به هغه ته هېڅ ورنه کړي. د هغه نوم هم نه."

د راپورونو له مخې د کرایسچرچ د پیښې مړي د مارچ په ١٩ مه د اسلامي رسومو سره سم د جنازې مراسمو لپاره چمتو کیږي او سبا چهارشنبې کورونیو ته سپارل کیږي چې خاورو ته وسپارل شي.

په وژل شویو او ټپیانو کې د افغانستان پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، اردن، بنګله دېش، مصر، اندونیزیا، مالیزیا او امریکا وګړي شامل دي.

د نیوزیلنډ د مهاجرت دفتر ویلي چې د دغو قربانیانو خپلوانو ته ویزې ورکړ شوي چې د خپلو عزیزانو د جنازې مراسمو کې د گډون لپاره نیوزیلنډ ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG